کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هزاره په افغانستان کی جاپانی نسل، راتلونکی نابغه ګان

هزاره په افغانستان کی جاپانی نسل، راتلونکی نابغه ګان

مارچ۲۰۱۱،۲۹


کانکور واخیستل شو:


ټولو کامیابو محصلینو ته د ۱۳۸۹ کال د نتایجو د اعلان مبارکي وایم، هزاره ګانو ته ځانګړی مبارکي، تاجکو ته زغم، پښتنو ته توصیه کوم او بس. هیله دی چی پورته عنوان توهین امیز ونه بلل شی. جاپان ته د اسیا ببر ویل کیږي. په ټکنالوجی کی نوم لري. ګوټکی دي، خو عجیب ماغزه لري، نو ځکه می هزاره برادری ورسره پرتله کړه.
مونږ سره دفتر کی یو هزاره دی. د غزنی د جاغوري دی. تل راته د جاغوری صفت او غوری کوي. د محقق د پلان وزارت پرمهال یی کوم ریاست هم کړی، کله چی هم زمونږ دفتر کی کوم نوی پوست اعلان وشي، نو دغزنی د ټولو هزاره ګانو سيویانی (دسوانحو خلص) را ټولوي. نو څومره چی دده لیست اوږد وي په هماغه اندازه ددوی د کامیابی چانس زیاتیږي، خو خدای یو رحم کړی چی د قوای یی بشري مشر چی په پوهنتون کی زما شاګرد هم وو، پښتون دی.
غزنی په ټول ټاکنو کی چکه ووهله او د کانکور په ازموینو کی هم. ما ته می نن یو دوست، له تاسو دی لري نه وي وویل چی که مضمون لیکل غواړی، نو د لوړو زده کړو سایټ ته تشریف ویسه.
ستړی هم وم، نن می د اوبو په اړه کانفرانس کی هم له سهار ۸:۰۰ تر ۳:۳۰ برخه اخیسته وه، خو خبره داوه چی په پوهنتون کی می د شپی لخوا تدریس نه وو، دواړه ساعتونه می خالي وو. خوب می کړی وو. مضمون ته می زړه وکړ، د لوړو زده کړو وزارت سایټ ته لاړم، په سختی می پیدا کړ، لاندی مالومات می وموندل:


دوزارت د سایټ څخه لاس ته راوړنی:


ولایت په ازموینه کی حاضرکسان کامیاب بی نتیجه
۰ ۶۰۰  دایکندي ۶۰۰
۱۱۷۸ ۱۱۷۲ بامیان ۲۳۵۰
۱۹۷۹  ۳۶۷۱ غزني ۵۶۵۰
۶۴۴ ۴۵۶ کندهار ۱۱۰۰
۷۸۵ ۵۶۵ پکتیا ۱۳۵۰
۲۱۵۰ ۲۶۵۰ بلخ ۴۸۰۰
۹۴۱ ۷۰۹ ۱۶۰۰ لغمان
۲۸۶۶۱ ۸۷۳۹ ۳۷۴۰۰ کابل
۰ ۳۱۰۰ هرات ۳۱۰۰


زما تجزیه:


اوس وګوری چی له لوی کندهاره! په ټول کانکور کی ۱۱۰۰، له لویی پکتیا! بیا ۱۳۵۰ ځوانانو برخه اخیستی که له غزنی او دایکندی سره پرتله شي نو د دواړه ولایتونو مجموعه د غزنی له کامیابانو ټیټه دی.
او عجوبه خو لا دادی چی له کابله ۳۷۴۰۰ د ښوونځیو زده کوونکو په ازموینه کی برخه اخیستی چی له هغی بیا ۸۷۳۹ کسان کامیاب شویدي. ټول خواږه بی بی خوري او د بی بی …. چینجی خوري. وزارت معارف، د جاپان جیکا، او دوزارت معارف نمونه یی ښوونځی چی تعداد یی ۲۷ ته رسیږي او له نړیوال معیار سره برابري کوي هم په کابل کی دي. خو بیا هم دومره ټیته کار کرده ګي. د کابل د خلکو دعامه پوهاوی سطحه هم له نورو ولایتو اوچته دی نو بیا ولی؟ مختلفی غیر دولتی موسسی هم له ښوونځیو سره نسبتاُ ولایتو ته دلته ډیری فعالی دي نو بیا د کابل نتیجه له غزني په فیصدي کی ټیټه دی؟ ټولو پوښتنو ته له ګل اغا احمدي وردګ او بیا په لوړه سطحه له فاروق وردګه ځواب غواړو.


لاندی کسان باید استعفا ورکړي:


پوهاند امین، د کابل پوهنتون ریس:


کل امین کلونه کیږي چی د کابل پوهنتون ریس دی او تر اوسه چی ما دده د کار په باره کی اوریدلي، هغه یواځی او یواځي د کفټریا په برخه کی ډیر کار کړیدی. نصاب هماغسی دی، چپټرونه دي، درسی میتودونه هماغه پخواني دي، استادان فلمی بدمعاشان دي، او یا د جینکیو ټاکوان، هر استاد د جینکیو په اړه ځانګړی کیسه لري. کلونه و شول خو کابل پوهنتون ظرفیت اوچت نشو. ښه می یاد دي چی همدا اوس، اوس د کابل پوهنتون د اسمیډ د انټرن شِپ پروژه له لاسه ورکړه. هلکه تاسو چی د ملک په سویه تر ټولو لوی علمی مرکز بللی شی، ۷۰ کلنه کاري تجربه لری، لس کلنه دیموکراتیکه او تکنوکراتیکه تجربه لری، تاسو دا حال دی، نو د هغو نورو دی خدای مل شي.



فاروق وردګ، د تعلیم و تربیی وزیر:


د پښتنو ولایتو او کابل د ښوونځیو د شاګردانو په نتیجی باید جامع الکمالات، فاضل طب، قومی مشر(مرجع: ګل اغا احمدی وردګ) فاروق وردګ باید له وزارته لاس په سر شي. وزیر دی د استرالیا د کرکټ ټیم له کپټان ریکی پونټینګ زده کړي، د پاکستان خلاف لوبه یی وبایلله، څو ورځی وروسته یی استعفا ورکړه.


دانش، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر:


دانش سرپرست دی، خو نر دی. ښه کار کارد ګی یی وښوده. اول داچی غرجستان- چی مالک یی مخکی له کاتب (د هزاره ګانو خصوصی پوهنتون) سره شریک وو- رسمی کړ. بله داچی ایرانی پوهنتون-پوهنتون ازاد اسلامی ایران- ته یی په ملک کی د فعالیت اجازه ورکړه.
دریم داچی په کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو کی یی د هزاره ګانو فیصدی لوړه کړه. کابل پوهنتون چی د لوړو زده کړو وزارت سره جوخت پروت دی، خو بیا هم پدی ندی توانیدلای چی د کابل پوهنتون د جذب قابلیت اوچت کړي. بابری چی کلونه کیږی دلته په دنده بوخت دی، او ځان ددی وزارت ماسټر ماینډ هم بولي، غوری کوي خو بیا هم پدی ندی توانیدلای چی د کابل پوهنتون کاري طرز لوړ کړي. دانش خو ملامت دی ځکه سرپرست دی. سبا به ځی. د لوړو زده کړو او تعلیم و تربیی وزارتونه پوره ری-انجنیرینګ یا له سره ډیزاین ته اړتیا لري.


که کوم پښتون وزیر دلته وای، څنګه به وو؟


که دلته کوم پوهنتون وزیر هم وای، برُد به د هزاره ګانو وو. ځکه چی پښتون داسی یو پوست ته په رسیدو، خپل ټول کار نورو ته کوي، ډاریږي چی پارلمان یی کش نه کړي، استیضاح یی نه کړي. هماغه دی چی ډرینګی، مرینګی. خو هزاره وزیران ددغو شیانو کیسه کی نه دي. مولینا معنوی چی خپلی ټلوالی ته کوم کار وکړ، پښتون یی په ۱۰ راتلونکو کلونو کی هم نشی کولای. محمدی، داخله وزیر چی څومره جنرالان له کورنیو چارو له وزارته برطرف کړل، که ګلابزوی هم راولو، دا کار نشی کولای. کرزی چی مونږ څومره شاته بوتلو، بچه سقاو به هم دومره ظلم نه وی راسره کړی، ملا عمر چی څومره ووژلو او بدنام کړو، مغلیانو به دوره نه وو وژلي.
نن سبا خو داموضوع مونږ ته وړه ښکاري، خو ۱۰ کاله وروسته به هر څه سر چپه وي. بیا به د یهودانو غوندی چی د قیامت په رارسیدو هر چیری وي، هزاره ګان به بیا په هر پوست کی وي او هر مسلک به ددوی په ګرت کی وي.


پښتون ته دی موټرواني مبارک وي:


مخکی متل وو چی وردګ خټی کا، ځاځی ګټی کا. خو اوس دی وردګ او پکتیاوال او …. خټی کا، هزاره دی ګټی کا. بدبختی دی پښتون ته مبارک وي. ژوند له مونږه خوند واخیسته. ساه به په مونږ کی خفه وي. پښتون اوس یا په جنګ بوخت دی، او یا هم په عربی ملکونو کی په موټروانی، او یا هم په مخدره موادو، او یا هم…
ماجان به پناه دادیم تا زنده شما باشید! مونږ قربانی کیږو دنورو لپاره. جهاد مونږ کوو، کریډټ پنجشیر اخلي.
اتصالات-افقانستان وایی: راتلونکی ستاسو دی، زه هزارهګانو ته وایم، نر شی راتلونکی ستاسو دی. پښتون په جنګ، تاجک په ارایش او عیاشی کی بوخت دی او یواځی تاسی یاست چی میدان درته شغالی دی.