کور / تازه خبرونه / تازه خبر: په کندهار کي مظاهره او ډزي رواني دي

تازه خبر: په کندهار کي مظاهره او ډزي رواني دي

د کندهار له ښار څخه لراوبر ته تازه رسېدلى خبر وايي چي د ښار په منځ کي مظاهره روانه ده او شاوخوا ډزي هم اورېدلي کېږي.
راپورونه وايي چي د مظاهرې موخه په امريکا کي د يوه پادري له خوا د قران کريم د سوځلو غندل دي.
لومړني راپورونه وايي چي مظاهره چيانو په سيمه کي د بهرنيو ځواکونو پر موټرو ډبري اورولي او پوليسو پر خلګو ډزي کړي چي له امله يې شاوخوا اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بايد وويل سي چي پرون په کابل، مزار او هرات ولايتونو کي هم دې ته ورته مظاهره سوې وه، چي د مزارشريف هغې په تاوتريخوالي واووښته او مظاهره چيانو د يوناما پر دفتر حمله کړې وه، چي د دې دفتر د بهرنيو کارکوونکو په ګډون يې نهه تنه وژلي وو.
د کندهار چارواکو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.