کور / تازه خبرونه / کابل: د بهرنيو ځواکونو پر يوه مرکز حمله سوې

کابل: د بهرنيو ځواکونو پر يوه مرکز حمله سوې

د کابل امنيه قومنداني وايي د ښار په نهمه ناحيه کي د فينيکس په نوم د بهرنيو ځواکونو پر يوه مرکز باندي د ځانمرګو ډله ايزه حمله سوې چي د مرګ ژوبلي په هکله يې معلومات نسته.
بلي خوا ته د آزادۍ راډيو د عيني شاهدانو له خولې خبر ورکړى چي تر حملې وروسته بهرنيو ځواکونو پر عامو خلګو ټکان کړي چي ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري دغه حمله تايېد کړې، د افغان پوليسو مړينه يې رد کړې، خو د بهرنيو او ملکي کسانو له مرګ ژوبلي يې ناخبري وښوده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د آزادۍ راډيو ته ويلي چي وسله والو ځانمرګو پر دې مرکز حمله کړې، ګڼ بهرنيان يې وژلي او جګړه اوس هم دوام لري. خو د کابل امنيه قومنداني ويلي چي جګړه پاى ته رسېدلې، ځانمرګو د ښځو په چادريو کي حمله کړې وه چي ټول وژل سوي دي.