کور / تازه خبرونه / ایتلاف: د کابل په برید کی مو دری سرتیری ټپیان شول.

ایتلاف: د کابل په برید کی مو دری سرتیری ټپیان شول.

ایتلافی ځواکونه وایی چی نن سهار په کابل کی ددوی په پوځی اډه د وسله والو په برید کی دری بهرنی سرتیری ټپیان شوی دی.

ایتلافی ځواکونه وایی چی نن سهار شپږ نیمی بجی دری وسله وال مخالفین چی د ځان وژونکو حملو په واسکټونو او سپکو وسلو سمبال وو غوښتل یی دکابل په هود خیلو سیمه کی ددوی په پوځی اډه برید وکړی، چی ددوی لخوا په نخښه او ووژل شول.

مخکی لدی د کابل د امنیه قوماندانی ویاند حشمت الله ستانکزی وویلی ووچی برید کوونکی په چادریو کی راغلی ووچی دوه تنو یی خپله پر ځان تړلی چاودیدونکی مواد والوزل او بل د امنیتی ځواکونو په ډزو کی ووژل شو.

طالبانو ددغه برید مسولیت منلی اونړیوالو ځواکونو ته یی د زیاتی مرګ ژوبلی د اړولو ادعا کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چی پدی برید کی ددوی اوه ملګری شامل وو او د نړیوالو ځواکونود فینکس په مرکز یی برید کړی.