د کندهار د مظاهرې د تلفاتو شمیر پنځو ته ورسېد
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی په کندهار کی په زرګونو کسانو مظاهره وکړه چی له امله یې احساساتو هم غلبه وکړه او حکومتی کسانو پنځه مظاهره چیان ووژل او ۵۳ یې هم زخمیان کړل . ښایی د مړو تعداد نور هم زیات سی .
د مزار په پرونۍ مظاهره کی حکومت د ملګرو ملتونو د پرسونلو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچولې وه او د مزار والی عطا محمد ادعا کړې وه چی طالبان د هغوی په لیکو کی موجود وو او هغوی دا کار وکړ . خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیټیډ پریس ته په ټکس پیغام کی دا تور په کلکه رد کړ او دا هر څه یې د حکومت ناکامي وبلله .