کور / سپورټي / پكتيا والي د كركټ لوبغاړي وستايل

پكتيا والي د كركټ لوبغاړي وستايل

( پنجشنبه د وري ۱۱ مه ) سلاكار وزير او د پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد د پكتيا ولايت د كركټ ټيم  چي تيره ورځ  يي په جلال آباد ښار كي د ايليټ وروستيو لوبو كي اتلولي  ګټلي وه نن د ولايت مقام كي خپل حضور ته ومنل او د هغوي يي   مباركئ تر څنګ درناوي يي وكړ 


پكتيا والي ښاغلي همدرد په خپلو خبرو كي وويل كله چي تاسو اتلولي وګټله دومره خوښ شوم چي د جهاد وخت مي را په ياد شوو او هلته چي مونږ كومه بريا ګټله هم به خوښ وو خو ددي خوښي پري زياته وه 


په جنوب ختيځ زون كي د كركټ كوچ حكيم له پكتيا والي مننه وكړه چي په هر وخت كي يي له لوبغاړو مالي او معنوي ملاتړ كړي دي 


پكتيا والي وويل زه په پيل كي په كركټ نه پوهيدم خو كله چي نړيوالو شل اوريزو سياليو كي زمونږ ملي ټيم لوبيده دا لوبه مي په خورا مينه وكته او اوس يي يو له مينه والو څخه يم 


په دي ناسته كي د  كركټ له لوبغاړو سره د يوه اسنتدرد ميدان د ځمكي ژمنه وشوه چي د كركټ بورد په مالي مرسته به جوړيږي 


خو د كركټ لوبغاړو او د ټيم كپټان بيا وويل چي مونږ به دي  لوبغالئ ته د همدرد نوم وركوو او د والي صاحب نوم به د تل لپاره زرين ساتو 
د يادلو وړ ده چي د دغو سياليو كپ په افتخاري توګه سلاكار وزير او دپكتيا والي ښاغلي همدرد ته د لوبغاړو لخوا ډالئ شو 


په پاي كي پكتيا والي لوبغاړو ته ډالئ وركړي او هغوي يي په مادي او معنوي  ډاليو ونازول  .