کور / سياسي / د روسي ډاکټرانو لوڅ لیک د روسیي د فډرېشن اولسمشر ته

د روسي ډاکټرانو لوڅ لیک د روسیي د فډرېشن اولسمشر ته

دا لاندنی لیکنه په لیبیا کي د روسي او یوکرایني ډاکټرانو له خوا د روسي فډرېشن اولسمشر ته لیکل سویدئ او اهمیت ئې په دې کي دئ چي دوی په لیبیا کي خپل د سترګو لیدلی حال لیکي . دا ډاکټران په دې لیګ ګي د لوېدیځو رسنیو درواغ رسوا کوي او ددې خبري تائید کوي چي امریکا اوملګري ئې په منظمه او پلان سوې توګه ملګي کسان تر یرغل لاندي نیسي . دا لیک د هغو هیوادونو د جنګي جنایتونو ښه ثبوت دئ چي د ډیمکراسۍ ، تمدن او د بشر د حقوقو باټي ولي . په لیبیا کي پر روغتونو او نورو ملکي تاسیساتو باندي ، کټ مټ د افغانستان په شاني ، په قصدي توګه یرغل کیږي او موږ به انشا الله په خپله یوه بله لیکنه دغه خبره ثابته کړو.
نن د لیبیا د مستقل هیواد په مقابل کي ، د امریکا او ناټو د بهرني تهاجم روځ ده .اوکه څوک شک کوي نو موږ ورته وایو چي دا یو ښکاره حقیقت دئ ځکه موږ ئې په خپلو سترګو وینو . د ناټو او امریکایانو یرغلونه نه یوازي د لیبیا اولس ژوند ته ګواښ دئ ، بلکه زموږ ژوند ئې هم له خطر سره مخامخ کړئ دئ ، ځکه چي موږ هم دلته اوسېږو . موږ پر لیبیا باندي دې وحشیانه بمبارۍ ډېر په غوسه کړي یو .
پر تریپولي او د لیبیا پر نورو ښارونو باندي د بمباریو موخه نه یوازي ددې هیواد د هوايي ځواک او هوايي دفاع له منځه وړل دي ، بلکه د نظامي او ملکي انفراسترکچر محوه کول هم دي . نن چي د مارچ د میاشتي ۲۴مه ده ، د ناټو الوتکو ټوله شپه تر سهاره پوري پر تاجهوره نومي ځای باندي ، چي د لیبیا د اټومي څېړونو مرکز دئ ، بمباري وکړه .د تاجهورې هوائي دفاعي ځواک خو ددغو یرغلونو د پیل پر دوهمه روځ باندي له منځه تللی وو . د نن روځی د هوايي یرغلونو موخه د لیبیا عسکري قشلې وې چي څوک پکښي نسته خو د اوسېدو سیمو او د لیبیا د زړه د ناروغی غټ مرکز ته نږدې واقع دي . ډاکټرانو او ملکي افرادو هیڅ فکر نه کاوه چي ګواکي پر کورونو او روغتونونو دي حمله وسي نو ځکه هیڅوک له هغه ځایه نه وه وتلي .
بمونه او راکټونه په کورونو کي ومښتل او روغتون ته تږدې وچاودل . د زړه د مرکز ښیښې ماتي سوې او د زړه په ناروغی اخته حامله ښځو په برخه کي یو دیوال چپه او د چت یوه برخه راولوېده او ددې باعث سوه چي لس ښځي نقضان وکړي اوکوچنیان ئې ومړه او دغه ښځي د روغتون په عاجله کي برخه کي د ډاکټرانو تر تداوي لاندي دي . زموږ انډیوالان او موږ په اوونۍ کي اووه روځي کار کوو تر څو د انسانانو ژوند وژغورو . دغه د اورېدونکو بمونو او راکیټونو مستقیمه نتیجه ده چي د خلکو په کورونو کي مښلي او په لس ګونو کسان ټپیانوي او وژني يې .چي ( ټپیان ) زموږ تر تداوۍ لاندي دي . موږ له دومره غټ شمېر مړو او ټپیانو سره پر دې هیواد باندي د یرغل له پیله بیا تر اوسه نه وو مخامخ سوي . دغه د « ملکي کسانو ژغورنه ده  ؟ » .
د بشپړ مسولیت په احساس سره ، ددغو پېښو د عیني شاهدانو او برخه والو په توګه ، وایو چي د امریکا متحد هیوادونه او ملګري ئې د لیبیا پر اولس عام وژنه اعمالوي لکه په یوګوسلاویا ، افغانستان او عراق کي . د بشر په مقابل کي دغه اوسني جنایتونه له هغو جنایتونو سره د پرتلي وړ دي چي د  لویدیځي نړۍ د اوسنیو سیاستمدارانو پلرونو او نیکه ګانو  او د دوی د مزدورانو له خوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي او د المان د دریزدن په ښار کي ملکي افراد ځکه وژل کېدل چي ددوی مقاومت له منځه یوسي .( جرمنیان په دې پوهیږي نو ځکه يې د نوي قصابخانې له جوړېدو انکار وکړ ) . له دغو لارو دوی غواړي چي د لیبیا خلک او مشرتابه يې تسلیم او ددوي تېل مهاجم هیوادونه واخلي .موږ په دې ښه پوهیږو چي د « نړیوالي ټولني » څخه دا هیله کول چي لیبیائي اولس او یا دلته اوسېدونکي خلګ دي وژغوري ، بې مانا کار دئ . زموږ یوازنی هیله روسیه ده ، چي د ویټو حق لري ، او په تېره بیا ددې هیواد اولسمشر او لومړی وزیر دي . زموږ امید تر اوسه پوري و تاسو ته دئ .لکه په تېر وخت کي چي موږ تصمیم ونیاوه چي دلته به پاتي کیږو  تر څو د خلګو سره د طبي مرستي له پاره په لومړي قدم کي ور دمخه سو .
د فبرورۍ د میاشتي په ورستیو شپو روځو کي تر یوې ناکامي کودتا وروسته په لیبیا کي وضع بیرته ارامه سوه . او مرکزي دولت په بریالیتوب سره حالات تر ادارې لاندي راوستل . ټول په دې پوهېدل چي بېله د امریکایانو له لاسوهني څخه به دا هیواد ډېر ژر بیرته عادي ژوند ته راوګرځي . موږ په دې ډاډه وو چي ، روسیه چي د ویټو حق لري نو امریکایان او ددوی انډیوالان به پرې نه ږدي چي دا تهاجمي یرغلونه وکړي نو ځکه مو پرېکړه وکړه چي دلته پاتي سو . خو دا یوه غلطي وه . له بده مرغه روسیې د امریکایانو غلطي وعدې ومنلې او ددوی او فرانسې د جنایتکارو اعمالو په مقابل کي ئې څه و نه کړه .
موږ اوکرائینیان ، روسان او سپین روسان د مختلفو شغلونو خلګ یو چي ډېری ئې ډاکتران دي ،چي له یوه کاله زیاد ( ۲ ــ ۲۰  کلونو پوري) په لیبیا کي کار کوو .په دغه وخت کي موږ د لیبیا داولس او دولت ژوند په ښه توله وپېژاند . موږ ته ( د حکومت له خوا ) ویل سوي دي چي د خلګو تداوي په وړیا توګه وکړو . د روغتونونو سامان او ماشین الات په ټوله نړۍ کي ساری نه لري . ښوونه او روزنه په لیبیا کي وړیا ده . هغه ځوانان چي له هیواده بهر لوړي زده کړي کوي مصارف يې دولت ورکوي . هغه ځوانان چي ودونه کوي نو د حکومت له لوري ۶۰۰۰۰ لیبیايي دیناره (   ۵۰۰۰۰ډالره ) د دولت له خوا د مرستي په توله ورکول کیږي . له سوده پرته دولتي پورونه خلګو ته ورکول کیږي او لکه په عمل کي چي ئې وینو نو د بیا ورکولو تاریخ ئې نه دی څرګند . د دولتي بسپني له وجي د موټرانو بیه تر اروپا ډېره کښته ده او هره کورنۍ ئې د اخستو توان لري . د بنزین او ( وچي ) ډوډۍ بیه یو سینټ دئ ! او هغه کسان چي په کرهڼه بوخت دي مالیه نه ورکوي .
د لیبیا وګړي ارام او سوله ناک دي ، شراب نه چښي ځکه چي خورا مذهبي دي .
دغه ارام ژوند د فبرورۍ په میاشت کي د مخدره موادو د استعمالونکو او جنایتکارو ډلو که خوا تخریب سو . دا هغه ډلي دي چي د غرب لېونۍ رسنۍ ئې سوله ناکه مظاهره چیان بولي . دوی په خپلو وسلو باندي د پولیسو او نورو دولتي مامورینو او نظامي تاسیساتو باندي یرغلونه کوي تر څو ویني توی کړي . هغه کسان چي دوی ته لارښوونه کوي خپلي څرکندي موخي لري چي ګډوډي جوړه کړي او د لیبیا تېل تر لاسه کړي .دوی نړیوالو ته غلط مالومات ورکوي او وائي چي د لیبیا خلګ د حکومت پر ضد جنکیږي . اوس نو تاسو پخپله ووایاست چي څوک به دداسي حکومت خلاف وي ؟ که موږ په اوکراین یا روسیه کي داسي حکومت لرلای نو اوس به دلته نه وای . موږ به په خپلو کورونو او هیوادونو کي وای او له دې مستریح ژوند څخه به مو په هره ممکنه توګه خوند اخستای او دداسي حکومت حامیان به وای .
که امریکایان او اروپائي ټولنه بل کار نلري نو ښه به دا وي چي دوی خپله توجه د جاپان و اړي روځي ته ، د اسرائیلو بمباریو ته په فلسطین کي ، د سومالیا د سمندري غلو وازتوب او عدلي تعقیب ته او یا د عربي مهاجرینو وضع ته په فرانسه کي ، ورواړوي . لیبیایان دي پر ارامه پریږدي چي خپلي کورنۍ ستونځي پخپله حل کاندي .  موږ نن په خپلو سترکو وینو چي دوی په لیبیا کي یو بل عراق جوړوي او پر ټول اولس عام وژنه عملي کوي . زموږ طبي پور تر غاړه او د لیبیا اولس یوازي نه سو پریښودلای تر څو د اتحاد د قواو له خوا محوه سي او پر دې سربېره که ټول بهرنیان ووځي نو هیڅوک به نه وي پاتي چي خلګو ته حقایق ووائي .( په دې هیواد کي خو یوه کوچنی ډیپلوماټیکه ډله له ډېره وخته چپ ده ) ، امریکایان به دلته قتل عام وکړي . د ژوندي پاتي کېدو له پاره زموږ یوازنی امکان د روسیې یو جسورانه اقدام دئ د امنیت په شورا کي .
د روسیې د اتباعو او ښو انسانانو په توګه ، زموږ هیله داده ښاغلې اولسمشره ښاغلې لومړی وزیره ، چي د ۲۱ پېړۍ امریکايي او اروپايي فاشستانو ته اجازه مه ورکوئ جي د لیبیا سوله ناکه اولس له منځه یوسي .موږ په ټینګه دا غوښتنه کوو چي روسیه خپل د وینو له حقه استفاده وکړي ، هغه حق چي د شوروي د میلیونونو انسانانو د فداکارۍ په وجه په دوهمه نړیواله جګړه کي زموږ پر مستقل دولت باندي د تهاجم د دفاع په بیه حاصل سویدئ ، تر څو په اني توګه د امریکایانو او ناټو بمباري بندي او د افریقايي ټولني د پوځیانو مستقر کېدل په لیبیا کي ممکن سي .
 
یادوونه : د افریقايي ټولني د سولي او امنیت د شورا استازي ، چي هم د لیبیا د دولت او هم یاغیانو له خوا منل سوي وه ، چي ددواړو لورو په منځ کي به جوړه کوي ، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا و لیبیا ته له داخیلېدو منعه کړه سوه .
له لیبیا لاس واخلئ !
په درناوي او هیله
ستاسو هوښیاري او صداقت
د ځینو ډاکترانو نومونه د نورو په استازیتوب