کور / تازه خبرونه / کابل: د ٣٤ ميليارډ ډالرو په مصرف نوى ښار جوړېږي

کابل: د ٣٤ ميليارډ ډالرو په مصرف نوى ښار جوړېږي

د افغانستان حکومت وايي د کابل په اوسني ښار کي د ګڼي ګوڼي د مخنيوي په موخه په پام کي لري، چي تر ٢٠١٥ کال پوري د کوه صافي په دښته کي نوى ښار جوړ کړي.
د ښار جوړولو او ساختماني چارو مشاور وزير انجنيرمحمديوسف پښتون وايي چي دغه ښار به د خصوصي سکتور په پانګونه د دولت له ماسټرپلان سره سم جوړ سي.
چارواکي وايي پر دې پروژه ٣٤ ميليارډ ډالره لګښت اټکل سوى، چي کار به يې د ٢٠١٢ کال له راتګ سره سم پيل او تر ٢٠١٥ پوري بشپړ سي، چي د يونيم ميليون کسانو د اوسېدو ظرفيت به لري.
د کابل اوسنى ښار په خپل تاريخ کي تر بل هر وخت د هوا له ککړوالي او ګڼي ګوڼي اوج ته رسېدلى دئ چي اوسېدونکي يې له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دولتي ارقام وايي د کابل اوسنى ښار تر يو ميليون د لږو کسانو د هستوګني ظرفيت لري، خو اوس تقريباً څلور ميليونه کسان ژوند پکښي کوي.