کور / تازه خبرونه / په ننګرهار او پروان کي هم مظاهرې رواني دي

په ننګرهار او پروان کي هم مظاهرې رواني دي

په مزار، هرات او کندهار پسې د ننګرهار او پروان په ولايتونو کي هم مظاهرې پيل سوي دي.
راپورونه وايي چي د ننګرهار پوهنتون محصلينو او د پروان اوسېدونکو هم د امريکايي پادري له خوا د قران کريم د سوځلو پر ضد مظاهرې پيل کړي دي.

له بلي خوا د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ اوسېدونکو د ولسوال د ګوښه کېدو په خاطر مظاهره پيل کړې ده.
بايد وويل سي چي وړمه ورځ په مزار او هرات او پرون په کندهار کي هم مظاهرې سوي وې چي مرګ ژوبله پکښي رامنځته سوې وه.
د مزار په مظاهره کي د ملګرو ملتونو پر دفتر په يوه حمله کي شاوخوا لس تنه بهرنيان او افغان ووژل سول، خو د کندهار په پرونۍ حمله کي پوليسو پر ملکي کسانو ټکان کړي چي له امله يې د ٨٠ په شاوخوا کي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي چي نن د کندهار پوهنتون محصلينو د دوهمي ورځي دپاره بيا مظاهره پيل کړې او د پرونۍ پېښي د مرتکبينو د محاکمې غوښتنه کوي.