کور / شعر / دمينې شعار

دمينې شعار

لاترڅوبه ،په شا وړو دکرکې بار بيا
راشئ پورته کړو،دمينې خوږشعاربيا

دنفرت له خزان ،واړه کډې بارکړو
ټول دمينې په لار ورشو،تربهاربيا

دورورۍ اومينې،ښکلی دود رواج کړو
له ځان ليرې کړو،نفرت او انزجار بيا

کرکې مونږته،غټ تورتم کورته راوړی
چه په مينه داتورتم کړو،روڼ سهاربيا

کرکې واړه،دمرګونو په لار بوتلو
خو په مينه به پيداکړو،دژوند لاربيا

مينه خوږنعمت دخدای،کرکه غضب ده
خدای دې نکړي،په غضب مونږ ګرفتاربيا

چه څوک مينه ګناه وبولي،ګناه ده
له مونږمکړې خدايه،داګناه تکراربيا

چه د مينې په ثواب مونږ ،ټول خبرشو
نوپه کرکه به ځان نکړو،ګنهګاربيا

زه قيام به تل دمينې غزل وايم
چه په مينه څنګ ته راولمه ،ياربيا