کور / سياسي / امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد څلورمه برخه

امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد څلورمه برخه

درغل دولت – لیکوال : ویلیم بلوم


یادونه : دا چی امریکا ځان د بشری حقوقو او انسان دوستۍ ټېکه دار بولی ، نو راځیً چی صرف په یوه برخه کی یې دا غولونکې ادعا مشاهده کړو تر څو هغو کسانو ته چی ځانونه د امریکا په پښو کی اچوی ، ثابته سی چی د امریکا دوستي تر دښمنۍ هم بدتره ده . ښه به دا وی چی د هغه کتاب صرف یو فصل ذکر کړو چی د واشنګټن اصلی څیره او ماهیت رسوا کوی . دا کتاب ما پخوا ژباړلی دی چی یوه یوه برخه یې د افغان رسالې په هره ګڼه کی خپریږی . ویلیم بلوم ډیره موده د امریکا په خارجه وزارت کی مامور و ، خو وروسته یې استعفأ وکړه او دا کتاب یې په ۲۰۰۵ کی تألیف کړ . نو دا یې تاسو او دا یې هم د « درغل دولت » د کتاب د شلم فصل څلورمه او وروستۍ برخه چی د امریکا د انسان دوستۍ پر صرف یو اړخ رڼا اچوی ، ( ن . صمد ) .


د خوړلو حق نه لرل :


لکه چی وویل سوه ، په ۱۹۸۱ ، ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳ کی د هغی اعلامیې پر ضد یوازینۍ منفی رایه د امریکا وه چی ویل یې تعلیم ، کار ، روغتیا پالنه ، سمه تغذیه ، او ملی پرمختګ بشری حقوق دي . په ۱۹۹۶ کی د ملګرو ملتو په ضمانت په نړیواله غذایی سرمشریزه غونډه کی د تغذیې مسأله چی هماغه « سمی او باکیفیته غذا ته د لاس رسۍ حق » و ، امریکا د ستونزو جوړولو سره مخامخ کړه . امریکا په دې ټینګار وکړ چی موږ « غذا ته حق » نه منو . بلکی د لوږی له امله د فقر ختمولو کیلي یې هماغه آزاد بازار ته لاس رسي وبلله ، او په دې وبیرېد چی « د غذا حق » بیوزلی هېوادونه حقوقی او عدلی مراجعو ته په تګ سره د مرستی او خاصو تجارتی امتیازاتو څخه ګټمن نه کړي .


امریکا رایی بایلی ، خو هدف حاصلوی :
د چاپیریال بدلول :


د واشنګټن او نفتی صنعت د فشار په نتیجه کی د ۲۰۰۲ په اپریل کی د محیطی بدلون په هکله د بین الحکومتی منصفه هیًت ریًس او اټموسفیري ساینس پوه ډاکټر رابرټ واټسن ګوښه کړای سو . دغه منصفه څانګه په ۱۹۸۸ کی د ملګرو ملتو د محیطی پروګرام او د نړیوال هوا پیژندنی جوړښتون لخوا په ګډه تشکیل سوې وه تر څو د انسانانو لخوا یې د چاپیریال بدلون ارزولی وای . واټسن د دوهم ځلي انتخاب لپاره د یو هندي کاندید د ماتې سره مخامخ سو . د دغه کاندید سره د امریکا لخوا د پردې تر شا د دیپلوماتیکی مبارزې وروسته د دیپلوماتانو له قوله چی د پرمختیایی هېوادو څخه یې غوښتي وو چی د واټسن پر خلاف رایی ورکړی ، د واشنګټن ماتړ ملګری و .


واټسن د ۱۹۹۶ راهیسی د دغی څانګی مشر او هم د نړیوال بانک اصلی لوی ساینس پوه و . ده د نفتی موادو د خپرېدو د خطر په هکله چی د نړیوالي تودوخی د ډېرښت باعث ګرځی ، حکومتونو ته په ښکاره خبردارﺉ ورکاوه . یو پټ سند چی د « ایکسان موبیل » څخه راوتلی و ، د سپینی ماڼۍ څخه غوښتي وه چی « آیا واټسن نور نو د امریکا په غوښتنه نسی بدلېدای ؟ »


د زرغونې سولی د محیطی بدلون متخصص ( سټیو سایر ) چی په جنیوا کی یې د بین الحکومتی منصفه هیًت په غونډه کی هم ګډون درلود ، داسی څرګنده کړه : « په جنیوا کی د نفتی موادو د دفاع په سیاست کی د امریکایی هیًت د جابرانه تاکتیکونو ناوړو اقداماتو به نن حتی یو ډیر بدبین انسان لا هم لړزولی وی . » ده وویل چی امریکا افریقایی هېوادو ته لیکونه لیږلي وو او ورڅخه غوښتي یې وه چی د واټسن د مخالف څخه ملاتړ وکړی . په واشنګټن کی دیپلوماتانو دا تایید کړه چی امریکا د واټسن پر خلاف یوه فعاله مبارزه مخته یووړه .
بشری حقوق :


د آیرلینډ پخوانۍ ولسمشره میری رابنسن چی د ملګرو ملتو د بشری حقوقو لویه کمشنره وه او په ټوله نړۍ کی د بشری حقوقو د ډلو د سخت ملاتړ څخه برخمنه وه ، دې ته اړوتله چی د ۲۰۰۲ په سپټمبر کی له کاره ګوښه سی . ځکه امریکا د هغې بیا ټاکنه د سختو خنډونو سره مخامخ کړې وه . هغې د نړیوالی جنایی محکمې د له منځه وړلو لپاره د امریکا پر هڅو خورا سخت انتقادونه کول او هم یې په افغان جګړه کی د ملکی تلفاتو په هکله  پر خورا بې پروایی او بې توجهي او په ګوانتانامو کی د بندیانو سره پر ناوړه سلوک ، او حتی د امریکا په دننه کی د مرګ پر سزا باندی پرله پسې نیوکي کولې . واشنګټن همدا راز  د هغې څخه د منځني ختیځ د مسایلو په هکله د دې د دریځ له امله بد راتله او هم دا چی یو کال مخکی یې په ډیوربن کی د نژادی تبعیض په هکله د ملګرو ملتو د هغي غونډی څخه د هغې ملاتړ او ننګه هم ښه په یاد وه چی امریکا او اسراییل ورڅخه وتلي وو .


رابنسن تر خپل ګوښه توب لږ څه مخکی داسی وویل : « زه داسی څوک نه یم چی میدان پریږدم … زه به پاته سوې وای خو زما سره فقط او فقط یو هېواد سخت مخالفت او مقاومت کوی . »
پر عراق د یرغل چمتوینه :


د امریکا کانګریس په ۲۰۰۰ کی د افریقایی پرمختګ او ښېګڼی مقرره تصویب کړه یعنی هغسی یو په ظاهره ښکلی قرارداد چی ویل یې د وروسته پاته هېوادو سره د هغوی د هر څه پلورلو په بدل کی سوداګریزه ګټی په بر کی لری ؛ یعنی دا چی د هر څه خصوصی کول ، غیر انتظام ، د بیو د کنټرول پای ته رسول او د خوړو او نورو شیانو سره مرسته ، بهرنیو کمپنیو ته د داخلی کمپنیو غوندی حقوق ورکول او ډیر نور پکښی شامل وو . د افریقایی پرمختګ او ښېګڼی مقررې نوری اړتیاوی هم لرلې لکه : په دې هکله موافقه چی « د داسی فعالیتونو څخه ډډه چی د امریکا ملی امنیت او یا یې هم د بهرنۍ تګلارې ګټی له منځه یوسی . » امریکا د ۲۰۰۲ په نوامبر کی د همدې مادې په رامخته کولو سره مورشیس ته شکایت وکړ چی په ملګرو ملتو کی د هغه هېواد سفیر جګدیش کونجول په امنیت شورا کی د واشنګټن لخوا د عراق د وسلو د ګرویږنی په هکله د وروستي پریکړه لیک د مسودې سره مینه او جدیت نه ښیی . نو هغه و چی نوموړﺉ سفیر هم بېله ځنډه د خپل حکومت لخوا وروغوښتل سو .


کیمیاوی وسلې :


د برازیل « جوز بستنی » د کیمیاوی وسلو د مخنیوي د جوړښتون مشر و . دا جوړښتون د دې لپاره تأسیس سوی و چی د ۱۹۹۴ کال د کیمیاوی وسلو د کنوانسیون پلی کول یې تضمین کړی وای چی غوښته یې په لسو کالو کی د نړۍ کیمیاوی وسلې له منځه یوسی او دا کار به د ۱۹۹۷ د اپریل څخه پیلېدﺉ . د ۲۰۰۰ په مې کی د بستنی ښه خدمت ته په درناوي سره چی هماغه د کیمیاوی وسلو او په نړۍ کی یې د کیمیاوی وسلو د فابریکو د محوه کولو دنده ډیره ښه اجرا کوله او هر څه یې څارل ، حتی مخکی له دې چی لومړنۍ دوره یې پوره سی ، په یوه سلا د ټولو غړو هېوادو لخوا د پنځو نورو کالو لپاره بیا پر همدې مقام وټاکل سو . د امریکا خارجه وزیر کولن پاول هغه ته د مننی په توګه ولیکل چی د ده کار « ډیر اغیزمن » دی . خو یو کال وروسته ځکه د واشنګټن د غضب او قهر سره مخامخ سو چی د امریکا د وسلو صادرولو د پالیسۍ د انتقادیانو پر خوا ودرېدﺉ ، او په تیره بیا هغه وخت بې سرنوشته سو چی وړاندیز یې وکړ چی عراق دي هم د کیمیاوی وسلو د مخنیوي د جوړښتون غړﺉ سی . بستنی په دې هڅه کی و چی د عراق په هکله د دغه ادعا د اړونده ستونزی څخه د وتلو په غرض چی وایی هغه هېواد د ډله ییزه وژنی وسلې لری ، خپل ګرویږونکي ور ولیږی . دې کار امریکا وخښموله چی هدف یې دا و چی په عراق کی د ولسمشر صدام حسین له شره بېغمه سی ، خو په دې ښه پوهېدل چی که عراق د نوموړي جوړښتون غړی سی او هم د وسلو ګرویږونکو ته د ورتګ اجازه ورکړی ، نو د هغه پر ضد به د پوځی حملې لپاره ملاتړ له لاسه ورکړی . واشنګټن غوښته چی بستنی استعفأ وکړی او دوهمی دورې ته و نه رسیږی .


د نوموړی جوړښتون یو ویاند وویل چی « لوی ریًس بستنی ویلی دي چی زه به د یو یا څو هېوادو د غوښتنی له مخی استعفأ و نه کړم . » ویاند زیاته کړه چی « هغه د یو نړیوال جوړښتون د استقلال د ژغورنی لپاره د دغه فشار په وړاندی مقاومت کوی او په تیره بیا ځکه اندیښمن دی چی دغسی کارونه به په آینده کی نور نړیوال جوړښتونونه هم د عینأ فشارونو سره مخامخ کړی . »


دغه جوړښتون خپل ټول وس وکاراوه تر څو مقاومت وکړی ، خو امریکا د هغه لاس داسی وپېچیً چی د خپلی مالی مرستی او بودجې تهدید یې ورته وکړ ، یعنی داسی چی دغه جوړښتون به له منځه ولاړ سی . نو هغه و چی امریکا د ۲۰۰۲ په اپریل کی وتوانېده چی بستنی له دندی وشړی .
اسراییل ـ فلسطین :


د بوش حکومت د ۲۰۰۵ په جنورۍ کی د ملګرو ملتو د مرستو او کارونو د څانګی د مشر پیټر هنسن بیا ګومارنه وروسته له هغه بنده کړه چی په امریکا کی محافظه کارو او یهودي ډلو او هم اسراییلی حکومت هغه « د اسراییلو څخه متنفر » وباله . ځینو اروپایی او عربی حکومتونو غوښته چی هنسن پر خپل دغه مقام تر نهو کالو وروسته بیا هم پاته سی ، خو امریکا د اسراییلو د دې ادعا څخه ننګه وکړه چی ویل یې هنسن د « تروریسټانو » پر طرف میلان او نرمښت لری .


هنسن داسی وویل : « ما غوښته چی پاته سم ، خو په امریکا او اسراییلو کی بعضی ډلی سته چی وایی زه څنګه خپلی دندی مخته وړم او همدا ډلی پر هغه فیصله اغیزه لری چی نه غواړی زه بیا وټاکل سم . » ده ځکه اسراییلی حکومت وخښماوه چی د اسراییلی پوځ لخوا یې د فلسطینیانو د کورونو یو مخ نړول په عامه تر انتقاد لاندی راوستل او ده دا عمل د نړیوالی بشر دوستۍ څخه ډیر سخت تیرﺉ وباله . هنسن همدا راز د اسراییلو لخوا د هغو کوچنیانو پر یو مخیزه وژلو هم په لوړ ږغ انتقاد کاوه چی د ملګرو ملتونو تر پالنی لاندی ښوونځیو کی یې سر ته رسول ، او هم یې د اسراییلو هغه تګلاری غندلې چی په غزه کی یې اقتصادی سقوط او هلته یې د څه نا څه یو ملیون کډوالو لوږه نوره هم پسی ډیروله .


هنسن وویل چی « زه خو داسی څه په ځان کی نه وینم چی د اسراییلو څخه دي کرکه ترې ثابته سی . خو په شرافتمندانه توګه پر اسراییلو د هغه څه په هکله د انتقاد څخه ډډه نسم کولای چی فلسطینی کډوال د خطر سره مخامخ کوی . زما دنده داسی نه ده چی ځان د اسراییلو د نظر او کډوالو د نظر تر منځ راولم . بلکی زما دنده د کډوالو استاځیتوب دی . »


د ملګرو ملتو عمومی منشی کوفی عنان هم هنسن ته ناوړه اطلاع ورکړه او داسی یې ورته وویل : « زه داسی کومه سیاسی پانګه نه لرم چی تا د امریکایانو څخه پرې وساتم . »


په افغانستان کی د امریکایی پوځ تیري :


د ۲۰۰۵ په اپریل کی په افغانستان کی د ملګرو ملتو د بشری حقوقو لوی ګرویږونکی مجبور سو چی د امریکایی فشار له امله وروسته له هغه راووزي چی یو راپور یې وړاندی کړ او په هغه کی یې د بندیانو سره د امریکایی پوځ رویه غندلې وه . شریف بسونی ځکه امریکایی پوځ دردولی او خښمولی و چی د یو کال مخکی یعنی هغه مهال راهیسی چی پر دغه دنده ټاکل سوی و ، پرله پسې دې ته اړم و چی په افغانستان کی د امریکا په دوو خورا سترو اډو یعنی کندهار او بګرام کی د طالبانو او القاعده بندیانو  سره مرکې وکړي خو تر پایه په دې کار و نه توانېد . د بسونی د راپور غټ ټکي دا وو چی شکمن بندیان بېله محکمې څخه بندیان وو ، هغوی په پټو جېلونو کی اچول سوي وو ، او په خورا ناوړه شرایطو کی یې د بند موده تېروله .


ملګرو ملتو هم د بسونی وظیفه هغه مهال پای ته ورسوله چی امریکا دا فشار پر راووړ چی د ده صلاحیت باید محدود سی تر څو د امریکایی پوځ کړني یې په وظیفوی چوکاټ کی شاملي نسی . بسونی چی په مصر کی زوکېدلی او د حقوقو پروفیسور او په شیکاګو کی اوسېدﺉ ، خپل دغه ۲۴ مخیزه انتقادی راپور په جنیوا کی د ملګرو ملتو د بشری حقوقو اړونده کمیسیون ته سپارلی و . ده  دا راپور په افغانستان کی تر یو کال اوسېدو وروسته تهیه کړی و چی هلته یې د افغانانو ، د نړیوالو څانګو د مامورینو او د افغان بشری حقوقو د کمیسیون سره مرکې کړي وې او ویلی یې وه چی څه نا څه ۱۰۰۰ افغانان بندیان دي ، اوهم یې امریکایی پوځیان په دې غندلي وو چی کورونو ته په زوره ننوزی ، اوسېدونکي یې نیسی او توهین او تحقیر کوی یې .


په ملګرو ملتو کی د امریکا نور شرارتونه :


امریکا په ۱۹۴۹ کی د ملګرو ملتو عمومی منشی « ټریو لای » دې ته اړیوست چی د امریکا د خارجه وزارت سره یو لیکلی پټ تړون وکړی چی د هغه له مخی به د اساسی آزادیو او هم ملګرو ملتو د منشور څخه سرغړوني څاری او هم به امریکایی ایجنټان هغه مراجعین پټ تر نظر تیروی چی ملګرو ملتو ته د لوړو دندو لپاره مراجعه کوی . که څه هم دا کار لومړی امریکایی اتباعو ته راجع کېدﺉ چی شمیر یې ۲۰۰۰ کسانو ته رسېدﺉ ، خو وروسته یې د ملګرو ملتو د نمایندګیو نیمایی پرسونل هم په بر کی ونیول . وروسته دغه مخفی قرارداد د ملګرو ملتو د نورو هېوادو اتباعو ته هم اوږد سو او په پای کی یې په بهر کی د ملګرو ملتو پر خاصو نمایندګیو هم اثر او نفوذ وکړ . دغه قرارداد یوه داسی هڅه وه تر څو یوې داسی تګلارې ته یې رسمیت ورکړی وای چی له وړاندی څخه لا منځته راغلې وه یعنی : د خارجه وزارت د تګلارې هدف دا و چی متهعد او مصمم انتر ناسیونالیسټان د نړیوالو مدنی وظایفو څخه محروم کړی او دغه وظایف د امریکایی طرز او تلن لارې سره عیار کړی .


سرمنشی ( لای ) په ۱۹۵۲ کی « د هغه محرمانه اطلاعاتو پر اساس چی د امریکا حکومت ورکړي وو » درې هغه امریکایی سکرټران له دندو ګوښه کړل چی د امریکا د سنا د مجلس د داخلی امنیت په فرعی جرګه ګۍ کی یې د ګنهګار بللو پر ضد پنځمه اصلاحی لایحه تصدیق او تایید کړې وه . د ۷ نورو امریکایانو څخه چی هغوی هم کټ مټ کار کړی و ، جبری غوښتنه وسوه چی وظیفه پریږدی خو معاش به ورکول کیږی .


په ۱۹۸۳ کی په ملګرو ملتو کی د امریکا د سفیر مرستیال د ملګرو ملتو نورو غړو ته وویل چی که تاسو غواړﺉ چی د ملګرو ملتو مَقر د امریکا څخه بل ځای ته نقل کړﺉ ، نو د ریګن حکومت به تاسی له دغسی کاره منع نه کړی . چارلیس لیچن سټاین زیاته کړه چی « موږ به ستاسو په وړاندی هیڅ کوم خنډ رامنځته نه کړو . خو د امریکا د هیًت غړي به لنګر ګاه ته درڅخه کښته سی او ستاسی سره به په داسی حال کی خدای په امانی وکړی چی په شپه کی به کښتۍ مخته بیایاست . »


او په ۲۰۰۵ کی په ملګرو ملتو کی د امریکا سفیر جان بولټن وټاکل سو چی داسی ریکارډ یې قایم کړ : « د ملګرو ملتو غوندی بل هیڅ شی هم وجود نه لری . دلته یوه داسی نړیواله ټولنه یو ځای سوې ده چی کله کله په نړۍ کی د یوازیني او رښتیاني پاته ځواک لخوا رهبری کیږی چی هماغه د امریکا متحده ایالتونه دي او کله چی هغه زموږ د ګټو سره مطابقت ولری نو موږ هم نورو ته وایو چی ورسره ملګري سی . » … « په کانګریس کی ډیرﺉ جمهوریت غوښتونکي چی تقریبأ اکثریت جوړوی ، نه یوازی دا چی په عمومی غونډه کی د رایو بایلل په باک نه رواړی ، بلکی هغه یوه داسی پایله ګڼی چی وایی ګذاره راسره کوی » … « آن که د ملګرو ملتو لس منزله هم کم سی ، بیا به هم هغه حتی هیڅ کوم بدلون رامنځته نه کړای سی . » پای


دا و د ( درغل دولت ) د کتاب شلم فصل ، چی د ۲۴۴ م مخ څخه تر ۲۷۰ م مخ پوری په څلورو برخو کی تقدیم سو . والسلام ، نثار احمد صمد