کور / شعر / د اکبر غني پيغام

د اکبر غني پيغام

ښاغلی اکبر غني په ۱۳۰۴ لمريز کال د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ کي زېږېدلی دی ، دلته او هلته يې خصوصي زده کړي دي او دا مهال په هالنډ کي اوسيږي ، نوموړي د لراوبر سره په خبرو کي د ځان په اړه داسي وويل :
په ۱۳۵۰ کال د تخار ښاروال وم ، ورپسې مي د کابل او نيمروز د ښاروال په توګه هم دنده درلوده ، وروسته په کابل کي د نهمي ناحيې د محلي ټولني مشر وم ، د تنظيمي جګړو پر مهال چي کله د نظار شورا ټوپکیانو کور په کور چور تالان ګډ کړ د هيواد پرېښېدو ته اړ سوم او تر اوسه د خپلي کورنۍ سره يو ځای په هالنډ کي اوسيږم ، په هالنډ کي هم د آيندهوفن د ښار د محلي کلتوري ټولني مشر وم خو د زړه پرله پسې عملياتونو پر کور کښېنولم چي وروسته بيا هغه ټولنه هم له منځه ولاړه.


نوموړی چي دا مهال ۸۶ کلن دی پر خپل دوهم کتاب چي د ټوکو ټولګه باندي کار کوي ، تر دې مخکي يې د ( افغانستان از نګاه شرق و غرب ) په  نوم په پښتو او پارسي ژبو چاپ سوی دی .


نوموړﺉ وايي د افغانستان حالات په افغاني مطبوعاتو کي څاري ، په کمپيوټر نه پوهيږي خو د خپلو دوستانو په مرسته په ويبپاڼو کي خپل د خوښي مقالې په چاپي بڼه ترلاسه کوي . د مطالعې سره مينه لري او د ښکلا مجلې د ځنډ څخه وروسته يې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کي په پرله پسې توګه پوښتنه کوي او په بندېدو يې خواشينی دی .
ښاغلي غني لراوبر ته يو پيغام رالېږلی دی چي دده مشرتوب او سپين ږېروالي ددرناوي په خاطر ورته خپريږي . نوموړي ته د اوږده ژوند او روغتيا په دعا کي له خدايه غواړو چي زموږ د ولس هر وګړي ته دا  وس ورکړي چي په ۸۶ کلني کي هم د خپل هيواد لپاره فکر او قلم وچلوي .


ای خدايه


ای زما خدايه ستا له دربار څخه په وطن کي
داسي رهبر لکه امان الله غازي غواړم
چي دشبنم په شان دانې دخپل وطن شي      
دمجنون په شان مين دخپل دلبر شي
چي احمد شاه بابا په قبر کي خوشحال کړي
توريالی لکه ميرويس دخپل ټبر شي
تور کارغان دخپل څخه په شا کړي
يو وار بياپه ميدان ددښمن دسر خنجر شي
دپتنګ په شان اتڼ شمعي ته وکړي
په موجونو کي درياب دسمندر شي
په روحي قوت کاروان مخکي رهبر شي
په وحدت سره دبازغوندي په سپر شي
هلته به ارمان دغني تر سر شي