یو امریکایی پوځی او نارویژۍ ډګرمنه ووژل سول
پنتاګون اعلان وکړ چی طالبانو وړمه ورځ په هلمند ولایت کی یو امریکایی مرین پوځي ووژﺉ . دا په تیرو پنځو ورځو کی درېیم امریکایی دی چی له منځه ځی .
بلخوا ، د انګلستان ګارډین اخبار د ناروې د منابعو په حواله خبر ورکوی چی څلور ورځی مخکی په مزار کی د ملګرو ملتونو پر دفتر باندی د مظاهره چیانو په حمله کی یوه نارویژۍ ۵۳ کلنه ډګرمنه چی اصلأ پیلوټه وه ، هم وژل سوې ده .