کور / سپورټي / دافغانستان کرکټ بورډ له ولایتي استازو سره ناسته وکړه

دافغانستان کرکټ بورډ له ولایتي استازو سره ناسته وکړه

دافغانستان کرکټ بورډ له ولایتي استازیو سره په جوړه شوي ناسته کې په بیلا بیلو مضوع ګانو خبرې وکړې او د کرکټ د لاپرمختیا په اړه یې راغلیو استازیو ته سلامشورې ورکړې.
پدې اړوند د افغانستان دکرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش وویل چې ولایتي استازي د افغانستان داخلي کرکټ په جوړښت کې د ملا د تیر په څیر دنده پر غاړه لري او د دوی لپاره د لا غښتلو طرحو او پلانونو په لار اچول د افغانستان د کرکټ روښانه راتلونکي لپاره یو کلیدي راز دی. دانش زیاته کړه چې د افغانستان کورني کرکټ په جوړښت کې د ولایتي استازو د شتون اهمیت را په ګوته کوي.
دا ناسته دا د لپاره وشوه چې له ولایتي استازو سره د افغان کرکټ بورډ همغږي لا پراختیا ومومي او د چارو لا شفافیت په موخه غوره تګلارې او لارې چارې په عمل کې په سمه توګه پلي شي. دا د ترڅنګ پدې هم خبرې وشوې چې په هیواد کې د کرکټ راتلونکي لپاره د غوره پلانونه تنظیم شي، د ولایتي استازو په دندو کې د غوره شفافیت په موخه د کره تګلاره او مقررات برابرشي .
په دغه ناسته کې د هیواد کابو ۲۴ ولایتي استازو ونډه اخیستې وه چې هره یوه د کاري لایحې او د یو استازي کریټریا (غوراوي) قانون په چمتو کولو کې کره ونډه واخیسته.
ددې ناستې په ترڅ کې د زونونو په ارزښت هم خبرې اترې وشوې او له سیمه ایز مسئول سره د ولایتي استازو د اړیکو پر اهمیت او همغږۍ هم خبرې وشوې.
د ناستې تنظیمونکي دولت احمدزي هم په ټینګار سره، له سیمه ایزو مسئولینو سره د ولایتي استازي پر سالمې همغږۍ او اړیکو ټینګار وکړو او ولایتي استازي یې په دندو کې د لا غوره شفافیت او بې سارو هڅو په لور د نویو تګلارو په معرفي کولو سره راوبلل.
دغه ناسته د کرکټ روښانه راتلونکي لپاره یو مثبت سګنال دی چې د ورته نورو ناستو په واسطه به تعقیبیږي. همدارنګه، د افغان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري تر څو له سیمه ایزو مسئولینو سره هم ورته ناستې ولري او د کره پلانونو چمتو کولو او پلي کولو کې له دوی سره همغږې تګلارې پلي کړي.