کور / هراړخیز / ما خپله استعفی ورکړې …

ما خپله استعفی ورکړې …

یوه دوستانه یادونه :


په دې ورځوکې له افغانستان، دهند له سراسراونوروځایوڅخه پرله پسې دوستان ایمیلونه را استوي او پوښتنه کوي چي آیادا رښتیاده چې ګواکي زه ښاغلی رهین له خپلې دندې څخه لرې کړی یم ؟ دوی په دغه اړه خپله اندیښنه هم څرګنده کړې ده ، خو زه باید ترهرڅه دمخه دخپلودغو دوستانو او نورو هغو یارانوپه ځواب کې دومره ووایم چي اصله خبره داوه چې ما نژدی دری میاشتې دمخه د ښاغلی رهین په نامه خپل استعفی لیک په هند کي فرهنګی کړنوته( دفرهنګی فضا اود فرهنګ وزارت له خوا د امکاناتو ) دنشته والی له امله ورکړی دی  چې د ښاغلی دوکتوررهین له خوا هم منل شوی او لیکلی ځواب ته یی ډیرزر سترګی په لاره  یم .


زه په دي باورلرم او دوستان هم باید په دې خبروي چې  یوخو دا زما لپاره یوضمنی دنده وه اوماهم دیوې فرهنګی اړتیا له مخې ومنله ، بله داچی په هند کي دسمبولیک او یوازې تنخوا خواره فرهنګی استازي شته والی زموږ د هیواد له فرهنګ سره لویه بی تفاوتي ده دلته دډیرکارلپاره اړتیا ده داسې کار چې باید دیوه ملي رسالت اوعلمي اړتیا له مخې چې موږ ته له پیړیو راپدیخوا راپاتې دی ترسره شی ، له همدي امله زه یوځل بیا خپلو دوستانو ته په درناوي سره دا وایم ، تردغه دمه چی ما څه کار وکړهغه یوفرهنګی کارو اودابه که دلته وم اوکه نه روان وي اودا دهغې مینې له مخې و چي هغه ماته تاسو غوندي دوستانو او دخپلو فرهنګیالیو پلرونو روح راکړې و چې زه  یې د زړه له کومي منندوی یم .  زه په دی باوری یم چی په هند کې فرهنګی هلې ځلې دافغانستان ددولت جدی ملاتړته اړتیالري ، که هرڅوک اوهرمقام په دغه برخه کی دکارلپاره لیوال وي باید جدی مادي اومعنوی ملاتړترې وشي اوکه داکارونه شي نوهرڅوک چي راځي هغوی به هم لکه ما غوندي هغه هدف ته چی هغه په هند کی زموږ فرهنګی میراثونه دي د رسیدو په لاره کي ناکام وي .


زه یوځل له ټولو دوستانو او خپرونوڅخه هیله کوم چي زما په اړه داخبره له ذهنه لري کړي چي ګواکي زه له دندې لرې کړل شوی یم ، نه ما خپله استعفی ورکړې زما په ټاکل کیدواو استعفی ورکولوکي هیڅ ډول سیاسی انګیزه نشته  داد دولت دیوه مامورحق چی ځان په یوه کارکی دځان اویا هم داړوندمقام له خوا بریالی نه مومي باید استعفی ورکړي اوما هم داکاروکړ. 


په درنښت