په پکتیا او بغلان کی دامریکایی پادری دکړی عمل غنده وشوه.

اسدالله زړه سواند | اپریل 8th, 2011


د پکتیا ولایت چارواکی وایی، چی نن له غرمی وروسته ددی ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کی، سلګونه کسانو د یوه لاریون له لاری، د امریکایی پادری لخوا د قران کریم سوځول وغندل.
د څمکنۍ ولسوال سعادت خان، وایی،لاریون کوونکو غوښتل په څمکنۍ ولسوالۍ کی د نجونو ښوونځی ویجاړ کړی خوپولیسویی مخه ونیوله.

په عین حال کی،له بغلان ولایت څخه هم راغلی رآپورونه وایی، چی نن ددی ولایت په دوشی ولسوالۍ کی لسګونه،خلکو په خپل لاریون کی د امریکایی پادری د محاکمی غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو،د شمالی ولایتونو او کابل ترمنیځ لویه لار هم د تګ راتګ په مخ تړلی وه.

افغانان د امریکایی پادری لخوا د قران کریم د نسخی د سوځولو په غبرګون کی داسی مهال لاس په ورانیو، او تاوتریخوالو پوری کوی، چی جمعی په ورځ په کابل کی یوشمیر دینی عالمانو د تیری جونس ددی عمل د غندلوپه غونډه کی له عامو خلکو وغوښتل، چی په خپلو لاریونونو کی د تاوتریخوالی نه کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024