مناسب خوب څنګه وکړو؟ (دوهمه او وروستۍ برخه)
سرچينه : العربية بين يديک
ژباړن : عطاء الله محمدي
ګرانو لوستونکو : لکه څنګه چي مو په تېره سوې برخه کي ولوستل چي څنګه کولاى سو مناسب خوب وکړو او هغه کومي لاري دي چي يو کس يې خپلي کړي نو په پايله کي به يې خپلوونکى کس د يو مناسب خوب چي د هر ژوندي موجود دپاره اړين دئ برخمن سي . نو مو يې په اړه د اسلام د سپېڅلي دين ، د ټولو کائناتو د پيدا کوونکي او د هغه د استازي يو څه لارښووني يادي کړې او همدا ډول په راتلونکي کي ورته معلومات او هم يې په اړه د ډاکټرانو ځني لارښووني او وړانديزونه لرو .
داسلام ستر لارښود نبي پاک عليه السلام به د شپې وختي بيدېدئ او سهار به وختي راکښېنستى او ډېر مسلمانان همدا سپېڅلې طريقه عملي کوي د شپي وختي بيديږي او دشپي په اخيري وخت کي راکښېني او دتهجد لمونځ اداکوي چي همدا يادونه په قران کريم کي داسي سوېده چي (کانوا قليل من الليل ما يهجعون) نو په همدې خاطر يې په ورځنيو چارو کي برکت او پايلي يې ډاډمني وي.
خو خوب د يو کس او بل کس ترمنځ يو شان نه وي بلکي توپير سره لري د بېلګي په توګه يو عادي کس يعني چي نه ډېر چاغ او نه ډېر ډنګر وي د ٢٤ ساعتو په جريان کي د ٤ ساعتو څخه بيا تر ٩ ساعتو پوري و خوب کولو ته اړتيا لري چي په راتلونکې ورځ کي بشپړ فعاليت وکړاى سي او خپلي ورځنۍ چاري بېله کومي ستونزي ترسره کړي خو ځني نور بيا په دې نظر دي چي دوى بايد په هرو ٢٤ ساعتو کي لږ تر لږه ٨ ساعته خوب خامخا وکړي اوکه تر ٨ ساعتو ډېر خوب وسي نو صحت ته ډېره ګټه رسوي خو دا په بشپړ ډول غلط نظر دئ ځکه که چيري يو کس په ٢٤ ساعتو کي ٦،٥،يا ٧ ساعته خوب وکړي اوپه راتلونکې ورځ کي خپلي ورځنۍ چاري بشپړي کړي او د هيڅ ستونزي سره د نه مخامخ کېدو په صورت کي تر سره کړي نو بيا ٨ او يا تر اتو ساعتو و ډېرخوب ته څه اړتيا ده خو غير عادي کسان يعني چي ډېر ډنګر وي يا خو ډېر چاغ وي دغه دخوب معلومه کچه ورسره تغير مومي او هغه کسان چي ياخو ډېر ډنګر يا ډېرچاغ وي او عمر يي د ١٧ او ٢٥ کلو تر منځ وي د ٧ ساعتو څخه بيا تر ٨ ساعتو پوري نه بلکي ډېر خوب کولو ته اړتيا لري او بايد ورځني برخمن سي د نه برخمن کېدو په صورت کي به نوموړى کس په ورځنيو چارو کي د رنګارنګ ستونزو سره مخامخ کيږي .او هغه کسان چي په کورو کي مشران وي او د کور د څارلو په نيت د شپې څو څو ځلي راکښېني چي همدا راکښېنستل په ورځنيو چارو کي د دپرشاتګ ،ژر ستړيا او نورو خلکو سره په خبرو کولو کي د ژر غوصه کېدو لامل ګرځي . او ځني خلک داسي دي چي په هر وخت په هرځاى کي کولاى سي چي خوب ترسره کړي او هغه فعاليت او هوساينه چي د خوب ترسره کولو وروسته يو کس ورځني برخمن کيږي ترلاسه او ورځني برخمن سي خو ځني نور بيا په هر ځاى هر وخت او هرحالت کي خوب نه سي ترسره کولاي او که چيري په ډيرو ستونزو سره خوب وهم کړي د خوب کولو وروسته به بيا هم د مخکي په شان ستړى ،نارامه او په ورځنيو چارو کي به يي فعاليت بيخي لږ او يا دنه سره برابر وي .
د ځنو ډاکټرانو وړانديزونه د ښه او مستريح خوب کولو دپاره
١:- خوب بايد په يوه ارامه او تياره کوټه کي وسي.
٢:- خوب بايد په يو ارام او استراحت مند چپرکټ کي وسي.
٣:-خوب بايد پر ټاکلي او منظم وخت وسي يعني پر ټاکلي وخت بيدېدل او پر ټاکلي وخت راکښېنستل ،که څه هم په رخصتيو کي وي چي همدا کارونه بدن ته يو ثابت نطام د خوب څخه د ګټي په اخستنه کي ور په برخه کوي.
٤:-د غرمې د خوب څخه په کلکه ځان ساتل که څه هم چي دشپې پوره خوب نه وي سوى.
٥:-د خوب خوني ته تر هغو نه تلل چي دخوب نښي لکه ارږمۍ اونوري نه وي ښکاره سوي.
٦:-ځني مشروبات لکه شيدې او مستې څښل.
٧:- چپرکټ بايد يوازي او يوازي دخوب کولو دپاره کارسي نه د مطالعې او نور څه دپاره.
٨:- که چيري يوکس په خوب کولو کي د کومي ستونزي سره مخامخ سي نوسمدلاسه دي دخوب خونه پريږدي او ترهغو دي خوني ته نه ځي تر څو چي خوب ور باندي اغيزه نه وي کړې.
٩:- د خوب څخه دراکښېنستلو دپاره بايد د راکښېنستلو ساعت وکارول سي چي هره ورځ بايد پر منظم وخت د خوب څخه راکښېنئ.
١٠:- ځان بايد قصداً خوب کولو ته اړ نه ايستل سي ځکه چي خوب په زور سره نه راځي او د دې په مقابل کي بايد په يو ارام شي سره ځان بوخت کړل سي لکه مطالعه او نور تر هغه وخته پوري چي تر څو خپله خوب ورته راځي.
١١:- د درنو خوراکي موادو نه خوړل او که چيري هم خوړل کيږي بايد د خوب کولو تر وخت ٣ يا ٤ ساعته مخکي وخوړل سي .
پاى