کور / شعر / لاړی تیر شوی

لاړی تیر شوی

ماشومتوب عمره بی غمه لاړی تیر شوی
خندیدمه ژړیدمه لاړی تــــــــــــــیر شوی
خوږی موربه راته تل للو للوویــــــــل
پرځانګو به زنګیدمه لاړی تــیر شوی
ګلدسته ومه ده مور او د پــــــــلار دواړو
ورځ ترورځ به غوړیدمه لاړی تیر شوی
بیا می ورځی ده قدم وهلو راغـــــــلی
بی پروابه ګرځیدمه لاړی تـــــیر شوی
بابا جان به چی له کاره کورته راغـــی
زه به غیږ ته ورولیدمه لاړی تیر شوی
خوب لیدل ووهیڅ خبر ورباندی نه شوم
څو چی زه راوخیدمه لاړی تـــــیر شوی
دغمونوډکه عمره خـــــاد دی نـــــکړم
درته ډیرډیرپسخـــیدمه لاړی تیر شوی
ماشوموالی نه زلمی زلمــــــي نه پیر شوم
اوس ملاماتی په لارځـــــمه لاړی تیرشوی
ده ګناه پیټی می دروند ده رب دی خیر کړی
پراوږویی ګرځومه لاړی تـــــــــــــــیر شوی
دمحفل یاران می تلی پـــــــه ســــــــــفردی
ســــــــــــترگی چاته واړومه لاړی تیر شوی
دپیری امسا په لاس سنګروال ناست یم
ده غم اوخــــکی څڅومه لاړی تیر شوی