یو امریکایی عسکر په وردک کی ووژل سو
پنتاګون لږ شېبه مخکی اعلان وکړ چی وړمه ورځ یو امریکایی عسکر په جرمنی کی د امریکا په نظامی روغتون کی د هغو ټپونو څخه مړ سو چی پنځه ورځی مخکی طالبانو په وردک ولایت کی د هغه زرهپوش په راکټ ویشتلی او بیا یې ضربې پر کړي وې .
دا په اپریل کی یوولسم امریکایی دی چی وژل کیږی .