کرزى : دوې يا درې مياشتي وروسته به لويه جرګه جوړه سي

عطاالله محمدي | اپریل 11th, 2011


افغان ولسمشر حامد کرزى وايي چي په راتلونکو دوو يا درو مياشتو کي به لويه جرګه جوړه سي . نوموړى وايي چي د امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو د سند کارونه به په هغه صورت کي پر مخ ولاړ سي چي امريکا د افغانستان غوښتني ومني . نوموړي چي نن په کابل کي خبريالانو ته خبري کولې وويل چي امريکا دوې اوونۍ مخکي د ستراتيژيکو همکاريو سند وړاندي کړى و.

Copyright Larawbar 2007-2024