کور / تازه خبرونه / پیښور: د ثوبتونو پر بنا به په فضل الرحمان د قتل قضیه و څیړل شي

پیښور: د ثوبتونو پر بنا به په فضل الرحمان د قتل قضیه و څیړل شي

د پيښور ولایتې وزیر بشیر احمد بلور ویلې دي چې په چارسده کې دمولانا فضل الرحمان په غونډې د ځانمرګي برید نه وروسته د هغه حفاظت کوونکو پر ډزو درې عام نفره وژل شوې و ، د پلټنو وروسته به د ثبوتونو پر بنا پر مولانا فضل الرحمان او د هغې پر حفاظت کوونکو د قتل قضیه وڅیړل شي.
نوموړي تیره ورځ داخبره هغه وخت رسنیو ته وکړه چې په پښور کې د پولیسو په مامور دبرید وروسته د ټپيانو لیدلو ته تللی و.
بشیر احمد بلو رسنیو ته وویلې چې حکومت به هیڅکله شر خوښو ته سر ټیټ نه کړې او په هر حال به د هغوي ریښې له منځه وړی.
د یوه سوال په ځواب کې وویل چې د وژلو شویو کورنیو له خوا په مولانا او د هغه په حفاظت کوونکو قضیه لیکل شوې چې د پلټنو وروسته د ثبوتونو پر بنا محکمه شي، هغه زیاته یې کړه چې قانون ټولو ته یو برابردی ، هیچا ته د بې ګناه خلکو د وژنې اجازه نه ورکوي.