کور / تازه خبرونه / يوه مور او څلور لوڼي د بام را لوېدو له امله وژل شوي دي

يوه مور او څلور لوڼي د بام را لوېدو له امله وژل شوي دي

لراوبر – پښتونخوا



 د صوبه سرحد(پښتونخوا) ضلع هنګو کښې د کور بام راغورځيدو له امله يوه مور د خپلو څلور لوڼو په شمول ووژل شوه، د پوليسو تر مخه پېښه د هنګو په سيمه خزنيه بانډه کښې د باران له امله هغه مهال رامنځته شوه چې کله د کورنۍ ټول غړي د شپې مهال ويده وو چې ناڅاپه ورباندې د خونې بام راوغورځيده ، په پېښه کښې څلويشت کلنه ميرمن امنه جان او ددې څلور لوڼې شل کلنه امت بى بى دولس کلنه شبينه ، لس کلنه پلوشه او اوه کلنه مصنفه په حق ورسېدې او په پېښه کښې يې خاوند او ځوى بچ پاته شوى دى.