کور / z_buitenland_news -- 5 / غزه : اسرائيلي پوځ ۴ نور فلسطينيان شهيدان کړي دي

غزه : اسرائيلي پوځ ۴ نور فلسطينيان شهيدان کړي دي

 په غزه کښې د اسراييلي پوځ په هوايي بريدونو کښې نور څلور تنه فلسطينيان په حق رسيدلى دى ، د روغتون يو باوري خبر ځاى پدې اړوند وويل چې اسراييلي الوتکو د خان يونس په سيمه کښې په يوه هوايي بريد کښې نور درې فلسطيني وګړي شهيدان کړى دى ، د اسراييلي پوځي وياند دا هم وويل چې دغو فلسطينيانو د بم ايښودلو هڅه کوله، له بلې خوا د غزې په تړانګه کښې د اسراييلو ځواکونو په ډزو يو فلسطيني بزګر وژل شوى دى ، خو  اسراييلي ځواکونو د دغې پېښې له منلو څخه ډډه کړې ده، په نيول شوى بيت المقدس کښې د يهودو په يوه ښوونځى کښې د اتو تنو له وژل کېدو وروسته په غزه باندې د اسراييلي ځواکونو بيرحمانه هوايي بريدونه زيات او چټک شوى دى.