کور / تازه خبرونه / بنو : تښتول شوئ کس د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

بنو : تښتول شوئ کس د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

لراوبر – پښتونخوا




 په بنو کښې يوه اوونۍ دمخه تښتول شوۍ کس د تښتوونکو له منګولو څخه  وژغورل شو او پوليسو پدې اړوند شپږ تنه نيولي دي ، د پوليسو تر مخه د صوبه سرحد د بنو د سيمې اسماعيل خاني څخه يوه اوونۍ دمخه يو کس تښتول شوى وه چې د ژغورلو لپاره يې پوليسو د تورکټي په سيمه کښې عمليات وکړل، د عملياتو په ترڅ کښې تښتول شوى کس روغ رمټ وژغورل شو ، او شپږ تنه مير يوسف ، اسماعيل ، امين ، نور محمد ، محمد زاهد او کليم ونيول شول چې ورڅخه يو کلاشنکوف او يوه توپانچه تر لاسه شوې ده.