کور / z_buitenland_news -- 5 / قاضي حسين احمد: ډاکټر عبدالقدير خان نن د ټول قوم هيرو دئ

قاضي حسين احمد: ډاکټر عبدالقدير خان نن د ټول قوم هيرو دئ

د آر ايل روغتون چارواکو د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد ته د ناروغ اټومي ساينس پوه ډاکټر عبدالقدير خان سره د ليدنې کتنې اجازه ورنه کړه، د روغتون په انګړ کښې له خبري رسنيو سره په خبرو اترو کښې قاضي حسين احمد وويل چې پاکستاني عوام او ټوله اسلامي نړۍ د ډاکټر عبدالقدير خان د ناروغۍ د خبر څخه هک پک او په اندېښنه کښې دي ، په تيره بيا ددۀ د کورنۍ غړى هم غمجن او اندېښمن دي ، دۀ زياته کړه چې ډاکټر عبدالقدير خان نن د ټول قوم هيرو دى، دۀ څرګنده کړه چې د روغتون انګړ ته په رسيدو سره چارواکو بېلا بېلي پلمي وکړى او له لږ ځنډ وروسته يې د روغتون انګړ وتاړه.