کور / شعر / په خوږو کې له ترخې نه ځان ساته

په خوږو کې له ترخې نه ځان ساته

ډير د دغې زمانې نه ځان ساته
په خوږو کې د ترخې نه ځان ساته
که د خپلې دروازې حیا د ساتې
د پرديو دروازې نه ځان ساته
د هوښیارو ګریوانونه به څيریږی
د کم عقلو د جګړې نه ځان ساته
چې سبا دې کړي رنګ بد په هر محفل کې
نور د دوی له معاملی نه ځان ساته
هسی نه چې د ایمان نه پکی خلاص شې
له خرابې فلسفې نه ځان ساته
د چړې په ګذار هر سړی مړ کیږی
که پښتون وې د ګیلې نه ځان ساته
اې شیرزاده چې په مینه نه پوهیږي
د دې یار له یارانې نه ځان ساته