کور / شعر / رسوامينه

رسوامينه

ګل مې شکولو،ماوې تا پرې خوښاله کړم
ګل شوپاڼې پاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړې

تش لاس ګرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلم
ستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړې

بر،دکوڅې سر کې،رقيبانو را ايسار کړمه
دغوقصابانومې له ځانه ،غوښې څيرې کړې

خلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمه
ځمادپرهرټپ ته يې،ځماواړه شملې څيرې کړې

وينوکې لت پت،څيرې ګريوان چې کورته راغلمه
مورپلار،په مادواړو له غوسې نه سترګې څيرې کړې

ټول کلی موګرانې،اوس دمينې په راز پوه شولو
ځماڅيري ګريوان خو،درازونو،پردې څيرې کړې

زه قيام اوس ستاشوم،مينه ښه شوه چې رسواشوله
ته په ما تاوان شوې،رقيب خپلې تالې څيرې کړې