کور / شعر / سوي اهونه

سوي اهونه

سمندر به مې له اوښکونه جوړيږي
زما دسولې د ارمان پوښتنه وکړئ
مرورسوله بيا مونږ لره پخلا کړئ
درپه در دمظلومان پوښتنه وکړئ
په پردی وطن کې بيا پښتنه مړه ده
ځنکدن کې دګريوان پوښتنه وکړئ
په سلګوسلګو ژړلې خپل وطن ته
ناموس وګټئ دافغان پوښتنه وکړئ
چې زيارت اوهديره يې معلوم نه شوه
مسافرمړه ده دايمان پوښتنه يې وکړئ
جنګ طوفان دغم لښکر يي ده سم کړی
زماداوښکو دکاروان پوښتنه وکړئ
پلار يي نشته يتيمان دکونډۍ موردي
سپيره مخ دي ماشومان پوښتنه وکړئ
حفيظ وايي دادکونډولښکر ګورئ
د ا فغان د يتيمان پوښتنه وکړئ

دا شعر ديوې پښتنې مهاجرې مورپه مرګ چې بی بی فاطمه نوميده په داسی حال کې چې خپل وطن ته د بيرته ګرځيدو ډيره ارمانجنه وه هيواد نه بهر د محاجرت په وخت کې مړه شوه ليکله شويده
کالګري البرتا