کور / تازه خبرونه / علماوپه دري ژبه دليكل شوي كتاب ليكونكي وغندل

علماوپه دري ژبه دليكل شوي كتاب ليكونكي وغندل

په هغه غونډه كې له همدې امله دخوست ولايت په لوى مركزي جامع جومات كې ترسره شوه ،ددې ولايت دعلماووشورا،دحج،ارشاداو اوقافورياست ،دقبايلورياست اودمجاهدينودملي يو والي اسلامي شوراغړوګډون كړى ؤ.


دوى دخپلوويناووپه سركې دهغه كتاب ليكوالان (غوث زلمى اوقاري مشتاق) وغندل چې دقران كريم په نوم يې په دري ژبه ژباړلى اوخپوركړى .


پدې غونډه دافغانستان له دولت څخه ديادشويوليكوالانودنيولواومحكومولوغوښتنه وكړه او دايې هم وويل چې دالومړى ځل ندى چې داسلام سپېڅلي دين اوغظيم الشان قران تحريف كيږي بلكې څوڅوځله دېته ورته ناوړه اعمال ترسره شوي دي .


له بل پلوه دمجاهدينودملي يو والي اسلامي شورالخوا په يوه خپره كړې پاڼه كې ليكلي ((نوموړى ناريښتونى كتاب چې داحمدغوث زلمي اومشتاق لخواپه كابل كې چاپ شوى دهغونړيوالوكفري دسيسولړۍ ده چې څوڅوځله يې داسلام دمقدس دين اودمسلمانانودعقايدوپرخلاف په كاراچولي دي .))