کور / شعر / د ولو منځ (متن او ږغ)

د ولو منځ (متن او ږغ)

د ولو منځ                ږغ       


څو خوبولي او ويده ښکاري
شته پښتانه به چاته نه ښکاري
******
ورونه په ورونو بد ګومانه وي څو
لمن ګريوان به  ېې لامده ښکاري
******
پښتنې پيغلې به ژړيږي هسې
څو مر زلمي خواره واره ښکاري
******
ولې حيران شولې پښتونه عشقه
ستا د غرور خيالونه مړه ښکاري
******
څه دې ويل او څه دې وکړل شيخه
کاږه واږه راته ستا کړه ښکاي
******
رقيبه تا مې ورور په ورور مړ کړو
چې بې خبره پښتانه ښکاري
******
نړۍ مريخ ته ځي په لوړه پوهه
پښتون هماغسې ويده ښکاري
******
پښتون له خپله زوره نه دی خبر
د ولو منځ ورته خپل نه ښکاري
******
د خدمتګار ځواني يې وخوړله
خوله يې وړه ده چاته نه ښکاري


 








مورې ( متن او ږغ )


دا شعرونه د لراوبر ويبپاڼي د ( ږغونه ) په برخه کي اوريدلای سئ


مورې        د ږغ لپاره دا ځای کليک کړئ
 
ای زمــــــا مــــورې ای خــــوږې مــورې
څـــــومــره په ما وکــــړيـــــدې مــــو رې
 
زمـــــــاژونــــدون ؤلــــه ناخوالونه ډک
ته مې تــــر څنـــــګه کـــــړيــــدې مورې
 
چې لا کوچنی ومـــــــه لاچـــــاره ومـــــه
زما په حــــــــــال بـــــه درديــــدې مورې
 
چې لږ رالوی شوم ليونتوب واخيستم
هره شېـــــبه بـــــــه ژ ړ يـــــدې مــــــورې
 
زه مــــــې دميــــــنې پـــه اور وسوزيدم
تــــــه مــــې لـــه غــــمه سوزيدې مورې
 
دمحبت دوښــــمنــــــان زور شول په ما
ته په ما را غــــــو ړ يـــــــدې مـــــــــورې
 
اخر مجــــبور شـــــوم چـــی له کلي وځم
ته مې په سخـــــــته پــــــوهيد ې مورې
 
چې د خدمت شوم لـــــه تـــــا لـــريـــوتم
افسوس ارمان کووم پـــــــه دې مــورې
 
دمزدورزوی خـــــدمتـــګار نـه هيريږي
څو مر ه په مـــــا وکــــــړيــــــــدې مورې


 


موري !                ږغ       


اې مهربانی کړيدلی مورې
ډيرو غمونو زورولی موری
ستا په شدو باندی قسم يادوم
هسی د ټولو ميندو غم يادوم
ستا زحمتونه هيرولی نه شم
د زړه زخمونه پټولی نه شم 
ستا د قدم خاوری رانجه دی زما
د دی وطن خاوری ليمه دی زما
ستا به ارمان سر کړم په سترګو باندی
رانجه به پوری کړم په غبرګو باندی
د وطن ميندو زوريدلو ميندو
د بيلتون اور کی سوزيدلو خويندو
تا سی بی سيوری بی پړونی مه شی
د بی فايدی اور اور لړونی مه شی
 
د سترولس بچيانو يو شی سره 
د ګران هيواد د ابادۍ لپاره
د بوډۍ مور د خوشحالۍ لپاره
نو موری موری په ماګرانی موری
اوښکی توئی نکړی مهربانی موری
ستا لا بچی د لوی وطن ژوندي دی
اې د وطن ځوانانو يو شی سره
چې سوله نه منی له مونږ پردي دی
نور مونږه جنګ او دوښمني نه غواړو
بيرغ د سولی تل اوچت غواړو
انسان ته ژوند د شرافت غواړو
موږه يو کيږو د ژوندون لپاره
د اتفاق ملی ټړون له پاره
داد وطن د هر بچی ارمان دی
څوک چی له پلار او مور پيدا افغان دی