کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دا دښځو د پیوستون نړېواله ورځ

نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دا دښځو د پیوستون نړېواله ورځ

فيضيه هوساګرانو میندو ، خویندو او د هېواد د ښځینه برخې درنو مشرانو او کشرانو !
تر هر څه دمخه اجازه راکړۍ چې ستاسو لوړ مقام او حضور ته ددغه تاریخي جشن له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هیلې وړاندې کړم .
د تاریخ پوهان په روایت افغانستان په همدا اوسني او لرغونو   نومونو سره  تل د پردیو له یرغل ، تپل شویو جګړو  اود د ښمنانو له خوا زموږ د مېنو د ویجاړولو او زموږ له سرونو د کله منارونو  له سترو ناورینونو سره مخامخ و .تاریخ شاهد دی چې هېڅکله هم دغو نامراده  یرغلګرو موږ په کراره نه یو پرې ایښي  او  زموږ ولس جبرا دې ته راکاږل شوی چې توره په لاس واخلي او له یرغلګرو او متجاوزینو سره مقابله وکړي او  بیخې جوته ده چې افغاني ښځو او خویندو د دې ټاټوبي د ټول تاریخ په اوږدو کې  له نارینو سره یو ځای  د همت ملاوې تړلي  او همدغه  شان زړورې او باتوره پاتې شوي  او ان کله خوهم Ø!
 ¯( تامیروس )  یا آغلې زرینې  په شان  یې د افغانانو د سترې امپراتورۍ  مشري هم په ښه شان ترسره کړې .که له مغولو او  انګرېز سره په مقابله کې د خپلو زړورو میندو او خویندو لکه  زرغونې انا ، ملالۍ  او نورو تل پاتې نومونه له ځان سره لرو ، همدا اوس هم په هېواد کې دننه او له هېواد نه د باندې داسې سرلوړې او قدرمنې خویندې او میندې لرو چې نه یوازې د ملي خپلواکۍ چې د ملي کلتور ، ملي او تاریخي هویت ، او د ګران هېواد د بیا رغاونې په ستر کار کې بې جوړې دي .دوي حماسې جوړوي ، ویاړونه زېږوي او د نورو سترو وطني چارو تر څنګ د بېلا بېلو بېوزلیو او تنګ لاسیو سره سره سالم او منور ا!
 ولادونه ټولنې ته روزي .
افغاني مېرمنې  زموږ د ټولنې نیمایي برخه ده  چې له بده مرغه په روان وخت  کې د هغوي  د هوسا او بسیا ژوند لپاره هېڅ یوې څانګې  عملي او ګټور ګام نه دی اخیستی .  که له  دې تېر شو چې په حکومت او پارلمان کې  یو شمېر نا مستعده  او بې تفاوته ښځې  یوازې په خپل فېشن شو لګیا دي ، په همدغه شان هېڅ نا دولتي  ارګان هم د ملیونونو افغاني ښځو له سترګو روانې اوښکې پاکې نه کړې  او دا دی ګورو چې  اوس هم زموږ دهېواد دغه مهمه برخه  په کړاونو کې ژوند کوي  ، هغوي ژاړي او کوکې وهي چې :
–  موږ او زموږ بچیان  له بمونو ، راکټونو او ځان مرګو بریدونو  بچ کړئ
–  موږ د مور-  ماشوم د ساتنې عملي اقدامات غواړو، او د مهاجرت دا اور راباندې ودروئ
– موږ ته ښوونځي او پو هنځي  جوړ کړئ  ،  او موږ ته د کار امکان برابر کړئ
–  نارینه دې زموږ د حق غوښتلو شعارونه پرېږدي ، او موږ ته دې حق راکړل شي چې موږ خپل حقوق پخپله له غاصبو نارینو واخلو
– د خدای په لحاظ ایتلاف ته ووایاست چې نیمه شپه او یو ناڅاپه زموږ په کورونو داړې را نه وړي
– که تاسو د مورنۍ ژبې دروغین شعارونه نه ورکوئ نو لطفا زموږ ماشومانو ته  په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې او کار امکان ورکړئ
– که تاسو د ښځو د شرف او عزت ساتندویان یاست ، نو لطفا ټول هغه دوکانونه وتړئ چې نن سبا په کابل کې پرانیستل شوي او د افغاني ښخو عزت  خرڅوي .د فساد دغه مرکزونه پخوا هېڅکله هم نه و .
– له ښځو سره تاو تریخوالی ، بد او زښت چلند  سخت دریځي او غیر اسلامي  آمرانه اعمال بند کړئ .
– په خپلو بدو کې  خپلې خویندې  په زوره مه ودوئ
-د ولور ظالمانه  دود بند کړئ او د یو ځانګړي فرمان له مخې  مرتکبین یې مجازات کړئ
-د هوس له مخې د ازواجو تعدد بند کړئ
دا او دې ته ورته غوښتنې په اوس وخت کې زموږ د افغاني خویندو او میندو  تر ټولو مهمې هیلې دي ، موږ پوره باور لرو  چې  که د ښځو له مسُلې سره په دموکراتیک او برابر شان چلند و نه شي ، دغه راز ربړې به موږ تر ډېره وګالو .
په دې هیله چې  زموږ دغه روا غوښتنې د یو سراسري حرکت بڼه غوره کړي ، له وخت نه په ګټې اخیستنې ، ددغې نېکمرغه ورځې له امله  ټولو افغاني خویندو او میندو ته د خپلو مبارکیو  مراتب تجدیدوم .
په درناوۍ
په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب
فیضیه ( هوسا ) – کوپنهاګن – د ۲۰۰۸ کال د مارچ ۸