کور / شعر / د رحمان بابا وړاندوینه

د رحمان بابا وړاندوینه

د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي اډو په اړه د رحمان بابا نظر او وړاندوينه (احمد نجيب بياباني)

چې په زور ور سره نه ئې برابر
د هغو تر څنګه مه کښېنه زړه ور

زورآور اور و اوبه دي فهم وکړه
چې ډوب نه شې يا و نه سيخې بشر

زندګي که بې اوبو بې اوره نه شي
تل هم نه دي هېچا ايښي په ټټر

خدای ور مه وله سېلاب د چا په خونه
که په قطع هم اوبه وي د کوثر

و دې نه لګېږي اور په کور د هېچا
که رڼا يې وي د شمس و د قمر

چې يې درست صورت غلبېل شي په اغزېو
وخوړ مه شه د هغې ونې ثمر

د هغه دېوال په سيوري څوک کښې مه نه
چې ولاړ وي لکه زوړند چاود کمر

چې په ګېډه دې څو خېژي مخ يې ورک شه
که د سرو زرو چاړه وي يا خنجر

ناکرده سودونه ډېر دي په چهان کې
سود هغه دی چې د خير وي نه د شر

و اوبو ته اچاوه نه شي ځان خوږ دی
ګنې ډېر دي په درياب کې دُر ګوهر

چې له آب و له حُرمته سره نه وي
خدای ور مه کړه و چا هسې سيم و زر

زورآور که رسوي و چا ته فيض
له دې فيضه سره وګڼه ضرر

په يارۍ د زورآور و غلط مه شه
مګر دا چې تر ده ته يې زورآور

په هر وخت چې ته غالب و دی مغلوب وي
ترو هاله يې قدمونه ږده پر سر

يا خو دا چې ته قدم يې په در نه ږدې
دغه پس يې ځان وګڼه پدر

چې هنرګڼي ياري د زورآورو
زه رحمان کومه بول په دا هُنر