کور / z_buitenland_news -- 5 / دپيپلزګوند دښځو څانګه ۲۰۰۸ دبېنظيربوټو کال نوموي

دپيپلزګوند دښځو څانګه ۲۰۰۸ دبېنظيربوټو کال نوموي

 


 د سندهـ د پيپلز ګوند د ښځو څانګى د ښځو د نړيوالى ورځى د نمانځلو پر مهال اعلام کړى دى چې ٢٠٠٨ ميلادي کال به د شهيدې مېرمن بېنظير بوټو د کال په توګه ونوموي ، دا خبره پيپلز پارټۍ د سندهـ د ښځو څانګى د اطلاعاتو سکرترى شازيه مري د کراچۍ سيمى د مشرې فرزانه بلوچ سره يو ځاى په کراچۍ کښې په يوه خبري غونډه کړې ده، شازيه مري وويل چې شهيد بېنظير بوټو په خپل ټول ژوند او پاليسۍ کښې ښځو ته د لومړيتوب حق ورکړې و، د ښځو بينک او د ښځينه پوليسو د مرکز پرانيستل او په ايالتي محکمو کښې د ښځينه قاضيانو ټاکنه او په بهرنيو هېوادونو کښې د ښځينه سفيرانو مقررول او په روغتيايي مرکزونو کښې د پنځوس زرو څخه د زياتو ښځينه نرسانو او کار کوونکو ځاى پر ځاى کول يې څرګندى بېلګى دي.