کور / تازه خبرونه / د پوليسو پر موټر بمي چاودني پوليس ژوبل کړ

د پوليسو پر موټر بمي چاودني پوليس ژوبل کړ

 


 په سوات کښې د پوليسو په موټر باندي د بمي چاودنې له امله يو پوليس ژوبل شو، له سيمې څخه را رسيدلي راپورونه وايي چې د کبل تحصيل د کوزى بانډې په سيمه کښې يوه بمي چاودنه وشوه چې دا بم د سړک په غاړه ځاى پر ځاى شوى و، د چاودنې له امله د کانجو د پوليسو پوستې ډريور ټپي شو او ګاډى ته هم زيان ورسيدو، له بلې خوا د سوات د کچهري په سيمه کښې د ځانمرګي بريد کوونکى دننوتو د خبر په خپريدو سره د ضلعه اي عدالت ودانۍ له خلکو څخه خالي شوه ، په سوات کښې اوس مهال ټينګ امنيتي تدابير نيول شوى دى.