دښځودنړيوالي ورځي په وياړ ټولوافغاني مېرمنو ته ډالۍ

د لراوبر اداره | مارچ 7th, 2008



دواړه زه او ته پيدا له يو  ادم  يو
ته دادم لور يې زه دادم  زوى يمه


ته د ژوند په ائينه کي خپله يوه هينداره يې
ماته نه يې جوړه يې په خپل مذهب دينداره يې


تا و احمدخان ته د دېوال آفت ښودلى وو
ما ته را معلومه ده ويده نه يې بيداره يې


بيا دي ازمېيلی قسمت نه ګورم وفا لرې
ټکنده غرمه کي دميوند جنګ ته تياره يې


ته خوملا لۍ يې زرغونه يې دا نا کيسه
په چوپه خوله ګونګۍ نه يې ووايه هوښياره يې


ددې خپل “نسيم” قلم به ستا پرعهد څه ليکي
ته خپله وفا يې له وفا يې وفاداره يې


نسيم پسرلی

Copyright Larawbar 2007-2024