کور / z_buitenland_news -- 5 / دوه په درې غټو ګوندونو اکثريت څوګۍ وګټلې

دوه په درې غټو ګوندونو اکثريت څوګۍ وګټلې

 


قومي اسمبلۍ کښې د ځانګړيو څوکيو د ويشلو وروسته درې سترو ګوندونو په پارليمان کښې دوه په درې کښې اکثريت تر لاسه کولو ته نږدې شول ، په هېواد کښې د انتخاباتو وروسته پاکستان پيپلز ګوند ، مسلم ليګ ( ن ) او عوامي نېشنل ګوند يوالۍ څرګند کړى ، د درې واړه ګوندونو يو سلو اووه اويا غړي راغونډ شول او خپل قوت يې په ډاګه کړ خو دغه قوت په پارليمان کښې دوه په درې کښې اکثريت نه وو ، د ښځو او اقليتونو د ځانګړيو څوکيو د اعلانولو وروسته ددرې ګوندونو اتحاد په پارليمان کښې دوه په درې کښې اکثريت تر لاسه کولو لپاره يواځي درې غړو ته اړتيا لري ، د انتخابي کمسيون لخوا څخه په قومي او صوبائي اسمبلو کښې د ښځو او اقليتونو ځانګړيو څوکيو بريالي شوو کانديدانو حتمي نتيجه اعلان کړل شوې ده چې ددغه سره د پاکستان پيپلز ګوند په قامي اسمبلۍ کښې د غړو شمېر يو سلو شل ، د مسلم ليګ ( ن ) نوي ، د مسلم ليګ ( ق ) يو پنځوس او د عوامي نېشنل ګوند د څوکيو شمېر ديارلسو ته رسيدلۍ دى ، د متحده قومي مومنټ په قومي اسمبلۍ کښې د ټولو غړو شمېر پنځه ويشت دى ، ايم ايم اے په قومي اسمبلۍ کښې شپږ څوکۍ لري .