کور / z_buitenland_news -- 5 / کشميرسنګ ويلي چي پاکستان ته په جاسوسي لېږل سوی و

کشميرسنګ ويلي چي پاکستان ته په جاسوسي لېږل سوی و

 

 د پاکستان له جيل څخه اوس مهال ازاد شوى کشمير سنګهـ په هند کښې په ډاګه سره ويلي دي چې هغه يو هندي جاسوس و، په چندي ګړهـ کښې له خپلې مېرمنې سره يو ځاى يوى خبري غونډې ته په خبرو کښې کشمير سنګهـ ويلي چې په کال ١٩٧٤ په پاکستان کښې د نيول کېدو وروسته د هند حکومت دده له کورنۍ سره هېڅ مرسته همکاري نده کړي، پداسې حال کښې چې دۀ خپله ورسپارل شوى دنده تر سره کوله ، کشمير سنګهـ وويل چې د هند استخباراتي ادارې پاکستان ته د جاسوسۍ لپاره استولى و ، خو دې وايي پاکستاني چارواکي ورڅخه د باوري معلوماتو په تر لاسه کولو کښې بريالي شوى نه دى .