کور / تازه خبرونه / دعوامي نيشنل ګوند مشر له آصف زرداري سره وکتل

دعوامي نيشنل ګوند مشر له آصف زرداري سره وکتل

 


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان په اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند د مشر اصف على زرداري سره وکتل ، د راپورونو تر مخه په ليدنه کتنه کښې د مرکز ، بلوچستان ، صوبه سرحد او سندهـ کښې د حکومت جوړونې او د وزارتونو د ويش تګلاره او نورو سياسي چارو باندې خبرې اترې وشوې ، د ليدنې کتنې په وخت کښې د پيپلز ګوند لوړ پوړي غړى موجود وو ، د دواړو مشرانو تر منځ دغه ليدنه لږ تر لږه يو ساعت دوام وکړ.


د يو بل خبر له مخي دپښتونخوا نګران وزير اعلى شمس الملک ويلي دي چې په سوات کښې د زيانمن شوو لپاره د مرستندويې بوديجې منظوري ورکړل شوې ده ، دغه څرګندونې نوموړي د پخواني صوبايي وزير محمد کريم بابک په مشرى شپږ کسيزه پلاوي سره د ليدلو پر محال وکړې ، نوموړي زياته کړه چې د سوات په عملياتو کښې د زيانمن شوو سره مرسته ډېره زر وشي ، د مالاکنډ بوديجې په ترڅ کښې به د سوات په شمول بونير ، اپردير ، لوئير دير ، شانګله او ملاکنډ کښې به د پرمختګ پروژې پلي کړل شي ، پدغه ضلعو کښې به سړکونه ورغول شي ، د ګيس د ورکولو سره به ټولې دولتي محکمې فعاله شي.