کور / شعر / د اورګادي په تم ځاي کي

د اورګادي په تم ځاي کي

د اورګادي په تم ځاي کي
کله ناست کله ولاړ يم
کله هاخوا کله ديخوا
کله ګورم بيرته شاته
ګوندي څوک راپسي راسي
ماله تلو څخه کړي مني
کله ځير سمه وځان ته
ګوندي شۍ وي راڅه پاته
زړه مي غواړي ولټوي
يو بهانه چي سم زه پاته
……………………
د اورګادي په تم ځاي کي
کله ناست کله ولاړ يم
کله هاخوا کله ديخوا
څه خپه غوندي يم زړه کښي
ستا څهره راته ياديږي
زړه مي نه غواړي چي ولاړسم
ستا د ديد پرته وښار ته
منتظر…..