کور / شعر / اخيری ليک

اخيری ليک

زما دهيلو او خوبونو سلسله ختمه شول
دفانی ژوند دارمانونو سلسله ختمه شول
که څوک خنديږی که ژړيږی زما سلام پری وايه
زما دژوند داوميدونو سلسله ختمه شول
زه درنه ولاړمه غمجنی زړه چاودلی مورکي
ستا دخوبونو دليدلو سلسله ختمه شول
دژوندون سختی می درپريښودی پلارجانه زما
ستا پر اوږه داودريدلو سلسله ختمه شول
زما خپله مينه پر وطن وه ستا په مينه قسم
په زرغون شال کی ستا راوړلو سلسله ختمه شول
زما يارانو زما ملګرو تاسو ولی ژاړي
دځنکدن دتيرولو سلسله ختمه شول
نه جنازه وه نه کفن اونه د غسل حاجت
دخپل ارمان پوره کيدلو سلسله ختمه شول
زه خو شهيد شوم (ځلبلانده) ته به کله راځي
د ستړی ژوند په لار دتللو سلسله ختمه شول