کور / شعر / د زړه حال

د زړه حال

دغه زما د فکر ټال څه عجيب غوندې دی
چې ز نګو ي مې ستاخیال څه عجیبه غوندې دی
چې په لېموکې يې تصوېر را ځاېولی نه شم
دېار ښاېست د ېارجمال څه عجیبه غوند ې دی
د ښامارانو مېنځ کې شین چې دخندا نه پروت دی
زما د وریځو مینځ کې خال څه عجیبه غوندې دی
چې ورته ډکې مې له اوښکوشي دسترګو پيالې
اشنا ستا زېری د وصال څه عجیبه غوندې دی
دا چې تيارو کې يې رابند او تیندکونه وهې
زما د تورو زلفو جال څه عجیبه غوند ې دی
چې پټه خوله ګرځم او حال چاته ویلی نه شم
فدا ګوګل کې د زړه حال څه عجېبه غوند ې دی