پکتيا: ژورناليستانو د شمشاد په ننګه غونډه وکړه
د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د يوې ناستې پر مهال د ژورناليستانو د ټولنې غړو ، د مدني ټولنو ،د اطلاعاتو او كلتور ريس محمد شفامشفق ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي د ځوانانو د عامه اړيكو مسوول اصف خيل اونورو فرهنګې ځوانانو په كې ګډون كړى وه ددفاع وزرات هغه ناسم چلند چې تېره ورځ د شمشاد له خبريال سره شوى وه په كلكه وغاندۀ او له ولسمشركرزي يې دياد چلن تر سره كوونكوته د محاكمې غوښتنه وكړه
دغه ناسته چې د ياد ولايت د دغه ولايت د ژور ناليستانو په مركز كې جوړه شوى وه د ژورناليستانو مشر احسان الله مهجور وويل چې ژورناليست د ټولنې او دولت تر منځ د پول حثيت لري قانون هيچا ته د ژورناليستانو د ځورونې اختيار نه دى وركړى .
مهجور وويل چې دا ډول كړنه چې د ژورناليسانو په وړاندې ترسره شوې د قانون يوخلاف عمل دى او مونږ يې په كلاكه غندو
مهجور وايي له حامد كرزي غوښتنه كوو چې وازراتونه دې په اشخاصو نه ويشي د پكتيا ولايت د ولايتي شورىٰ ريس د وړمې ورځې پيښه په كلكو ټكو وغندله .
نوموړي وويل شمشاد يوازينى پښتو ټلويزون ده چې په پښتو ډېرې خپرونې لري . نو ځكه ورسره تعصبي چلند كيږي او وايي چي دغسې كړنې ملي وحدت زيان رسوي
د پكتيا ولايت د عامه اړيكو مسول سيد جمال اصيف خيل .زياته كړه هيڅوك بايد د بيان ازادي تر پښو لاندې نه كړي او يا دې رسنۍ په ډلو ټپلو وويشي ، اصيف خيل وايي داسې ښكاري چې د شمشاد ټلويزون سره د وزارت لخوا داسې عمل دستوري شكل لري دۀ داطلاعاتو اوكلتور له وزارت څخه غوښتنه كوله چې پداسې كړونو غوږنه كاڼه نكړي
د يادونې وړ ده چې وړاندې له دې هم ژورنالېستان وهل شوي ، ټكول شوي او اوس هم تر تحديد لاندې دي.