یو بهرنی پوځي او درې پولیس ووژل سول
ناټو لیکی چی نن د هېواد په ختیځ کی ماین یو بهرنی عسکر وواژه او دا د اپریل په ۲۱ ورځو کی ۲۶م خارجی عسکر دی چی له منځه ځی .
بلخوا ، امریکا ږغ راپور ورکوی چی نن په جلال آباد کی نامعلومو کسانو د پولیسو په مینی بس موټر کی بم ځای پر ځای کړی و چی وروسته وچاودېد او پکښی سپاره درې پولیس یې ووژل او شپږ نور یې زخمیان کړل چی د ځینو حالت خطرناک بلل سوی دی .