كندهار : د يوه وسله وال د نيولو خبر وركړل سو

عطاالله محمدي | اپریل 21st, 2011


د كندهار ولايت امنيتي چارواكي چي د دې ولايت په نهمه امنيتي حوزه كي يې يو وسله وال د يو شمېر وسلو سره يوځاى نيولى . د دې ولايت د امنيت آمر د ياد كس نيول تائيدوي او وايي چي د نوموړي سره يې دوه ميله توپكان ، يو شمېر چاودېدونكي توكي نيولي . د نوموړي په وينا چي نيول سوو كسانو پر خپلو كړنو اعتراف كړى او ويلي يې دي چي تر دې مخكي يې په بېلابېلو سيمو كي ماينونه ښخ كړي او شب نامې يې وېشلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024