کور / شعر / د زړه کتاب

د زړه کتاب

په موج کښې د عصيان به تر هغې پورې حسرت وى
ترڅو چې چا په ژبه استغفار ويلى نه وى
عمل د هر انسان نوم او نښان ته نوښت ورکړي
مجرم به لا مجرم ؤ که زندان تړلى نه وى
بدلون ته به سر ټيټيى هېڅ انسان په دنيا نه وى
شنې ونې به وې شنې که پرې خزان راغلى نه وى
ترځنډه به ماشوم ؤ په زانګوکښې وږې تږې
په غېږه کښې د مور يې که امان ليدلى نه وى
که ورکه محکمه او قضاوت وى په دنيا کښې
خپل حق دې دنيا کښې بيا هيچا غوښتلى نه وى
—-
اسلام سره په جنګ کښې دهرچا توره ښکاره ده
حالت به ؤخراب که چا قرآن منلى نه وى
عرب که له عجمو نه خپل غبرګ لاسونه تاو کړي
قسم دى چې رقيب به خپل قانون تپلى نه وى
په ځان به قرباني هېڅ مسلمان منلى نه وه
که اور ته ابراهيم د حق په ټال زنګلى نه وى
خبر که له حسابه شي انسان دغه دنيا کښې
سهر نه ترماښامه به هيچا خندلى نه وى
په خوب کښې که جنت وى ليدلشوى په انځور کښې
ژوندون کښې به چا کله به خپل غم ژړلى نه وى
لږ ته شه لږ به زه شم لږ به هاغه لږ به دغه
که موټى شو نظرکښې بيابه چا وهلى نه وى
د زړه کتاب د حق نوم حقوقي ته يادوي تل
تهمت چې په اشناباندې غماز ويلى نه وى