کور / شعر / ماښام شو

ماښام شو

ستا ده لنډی زنی خال ته می چی پــــــــام شو
شوم شیدا يری عقل او فکر می تمـــــــام شو

چی ده توروزلفو سپین مخ رانه پـــــــټ کړو
ماویل ورڅ شوله تمامه تور ماښــــــــــام شو

ستا په مینه کښی می ټول جهان ته شــــا کړه
خدای خبر چی عاقبت می څه انجــــــــــــام شو

راته ودی تـــــــړل خپی لاســــــــــونه دواړه
هر یــــــو تاردی د زلــــــــــفانو راته دام شو

چی قدم می په درشل د عـشـــــــــــق کیښود
ګړندی می ستا په لوری هر یو ګـــــــــام شو

بـی له تا راته نور هیڅ په خــــــــــــاطر نه دی
چی زه څوک یم کوم می خای کوم می مقام شو

دا د مینی برکت دی سنــــــــــــــــــــــــــــګرواله
چی مجنون بانی د عشق خاص او عــــــــام شو