کور / شعر / انګارونه

انګارونه

د دې ژوند سختو شېبوکې، بس غمونه شول راپورې
یو خو لرې یم له کـوره ، بل دردونه شول را پــورې
واويـلا راځي غـوږو ته، بـس فغان راځي غــوږو ته
زه بـې وسه شومه ګـوره، ځنځيـرونه شـول راپـورې
د ځان غم راسره نشته، ستا بيلتون په رنـځ اخته کـړم
خوځـېدی نشم له ځـايه، چې زخمـونه شول راپــورې
ستا د عمر ګل خـزان شو، ساه پـرواز وکړ سبحان ته
دا خبرچې تر غــوږ شـو، پـرهــرونه شول را پــورې
هغه دم په ما محشـر شو، چې د مرګ څـپو پناه کړې
ړنا ورځ راته تـورتـم شوه، تورتمـونه شول را پورې
زه پردېـس تکي تنها وم، چې د اوښکوکاروان راغی
بيا د عمـر په سفــر کې، تـوپـانـــونه شول را پــورې
هرې خواته چې نظرکړم، ستا انځورمې ځیرته خاندي
واخ د اوښکو په ویالو کې، انځورونه شول را پـورې
زه وردګ شولم بــی وسه، چــې جانان راڅخه ولاړو
ستـا د هـر ټکي په یاد کې، انګارونه شول را پــورې