کور / شعر / غزل

غزل

په توره شپه کښی سپین سهارښکاره شو

له سورسالوچه مخ د یار ښکاره شو

ستا له راتلو سره ګلونه خاندی

ځکه پر سمه او غر بهار ښکاره شو

چه دی راوکتل مسکی غوندی شوی

راته ده مینی در دیار ښکاره شو

شه مبارک دی سره منګی ګودره

راغی د پیغلو لوی قطار ښکاره شو

چیرته سنګر چیرته بران د وصال

راته ځان پړ او شرمسار ښکاره شو

دا خوب که خیال ده لږ می وپوهوی

چی سنګروال می په کنار ښکاره شو