کور / شعر / غزل

غزل

ماته مه قهریږه شیخه د هرچا ښکلی خوښیږی
ولا ته هم پرمین یی ولا ستا ښکلی خوښیږی
موږ دورځی ورځو درته ، ته د شپی هم ور روان یي
ستا سهار ښکلی خوښیږی ستا بیګا ښکلی خوښیږی
خالق زړونه پیداکړیدی د آزله څه په مینه
د سید ور سره مینه د آغا ښکلی خوښیږی
چا چی سترګی کچکول کړی او خیرات د دیدن غواړی
بس د کلی په کو څوکو د ګدا ښکلی خوښیږی
شیخه بس ده خدای د پاره د ګناه خبری مکړه
زه ژوندی په محبت یم ځکه زما ښکلی خوښیږی
پر یوه خولګۍ دی څنګه و (همدرد) ته غوصه راغله
ته یی زړه کښی عبادت کړي ستا رښتیا ښکلی خوښیږی