کور / شعر / ګودره

ګودره

زمـوږ د وران ګودر پر لوری ماځيــــــــــګره راشه
ډير می ياديـږی دزړه سره مســـــــــــــــــــافره راشه
دپايذيب شور شرنګ دبنګړو اتڼ دپيغلو نسته
نجــــــــــــــونۍ دي ټولي يادوی ئی بختوره راشه
هغـــــــــــه دښتی هغه غرونه په هر لوري چنارونه
خالی خالی ښــــــــــــکاری دمينی سوداګره راشه
هريو ستم د تو رتمونو ماښامـــــــــــــــــونه راوړی
زموږ په ژوند کی دخوښيـــــــــــــو جادو ګره راشه
تاته معلوم دی ستا په قدر خــو بس موږ پوهيږو
له موږ نه مه ځه ئی دورځی ژيړي لمره راشــــــــــــه
دمدو وروسته ستا راتلــــــو په انتظار کی اوسو
په کمه لاړی ئی د ســــــــــــــــولی ورک اختره راشه
زه (ځلبلاند)سهــــــــــــار ماښام په دا دوعا به يمه
زما نه مــــــــــــــــــــــــه ځه ئی زما خوږه ديلبره راشه